لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال د پولیو ضد لومړنی مهم: ۴۴ میلینه ماشومانو ته قطرې ورکول هدف دي


واشنګټن - پاکستان خپل د کال ۲۰۲۳ لومړنی پولیو ضد مهم پیل کړ چې په کې څه باندې څلور څلوېښت (۴۴.۲) میلینه د پنځو کالو ښکته ماشومانو ته د پولیو ضد قطرو ورکول هدف ټاکل شوی دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازېني دوه ملکونه دي چې تر اوسه هم په کې پولیو مرض د ماشومان صحت او ژوند ته خطره پېښولی شي. پولیو مرض د ماشومانو عصبي نظام باندې اثر کوي او په پای کې د هغوی د معذوره کېدو سبب ګرځي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په سرښار اسلام آباد کې ماشومانو ته د پولیو ضد قطرو په ورکولو سره د دې مهم پرانېسته وکړه او ویې ویل، پاکستان له بده مرغه یو د کم شمېر ملکونو څخه دی چې لا هم په کې د پولیو مرض لیدلی کیږي.

وزیراعظم دا هم وویل چې تېر کال د شمالي وزیرستان په قبایلي علاقه کې د پولیو شل (۲۰) واقعات رپوټ کړی شول، مګر په نورو ماشومانو کې د وېکسین د لارې د دې مرض د خورېدو مخه ونیول شوه.

د وېکسین په دې دور کې به په یو سل او شپږ پنځوسو (۱۵۶) ضلعو کې شاوخوا څلورڅلوېښت میلینه ماشومانو ته قطرې ورکړل شي.

په دې کې دوه وېشت نیم (۲۲.۵۴) میلینه ماشومان د پنجاب، څه باندې لس (۱۰.۱) میلینه یې د سېند، او قریب اوه نیم میلینه (۷.۶) ماشومان یې د خیبرپښتونخوا صوبې سره تعلق لري.

د وزیراعظم شهباز شریف وینا وه چې حکومت یې، د نورو متعلقه اړخونو په شمول د امریکایي سرمایه کار بېل ګېټس او د صحت نړېواله اداره ډبلیو اېچ او سره یوځای په اغېزمنه توګه پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو هڅې کوي.

ښاغلي شریف د پولیو د مهم په پرانېسته غونډه کې، د کمپېن بنیادي کارکنانو ته د قدردانۍ سرټېفېکېټونه هم ورکړل او د هغو "ډېرې ارزښتمنې قربانۍ" یې وستایلې.

په پاکستان کې د پولیو د وېکسین په کارکنانو باندې او په هغو پولیسو چې د دوی د ساتنې دپاره ورسره ګومارل کیږي، څو څو ځله وسله وال بریدونه شوي دي. تندلاري په غلطه سره دعوه کوي چې ګني د وېکسین دغه کمپینونه د ماشومانو د شنډ کولو دپاره د مغربي ملکونو سازش دی. مګر ډاکټران په واضحه توګه وایي چې والدینو ته په کار ده چې دغه وېکسین خپلو ماشومانو ته ورکړي او د هغو د معذوریت مخه ونیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG