لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: پيپلز ګوند په بلدیاتي ټاکنو کې زياتې څوکۍګټلي


د پاکستان تر ټولو غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ په سيند صوبه کې واکمنه پاکستان پيپلز ګوند ګټلي، په دويم نمبر جماعت اسلامي او په درېم نمبر پسې تحریک انصاف ګوند راغلی دی.

د الېکشن کمېشن لخوا جاري شوو غېر ختمي نتیجو کې ويل شوي په کراچۍ کې د اتوار/يکشنبې په ورځ [15جنورۍ] په 235 يونين کونسلو انتخابات ترسره شوي وو.

په يادو يونين کونسلو کې په 93 باندې پاکستان پيپلز ګوند کاميابي ترلاسه کړې او جماعت اسلامي 86 يونين کونسلې ګټلي دي. تحریک انصاف په 40 يونين کونسلو کامياب شوی دی.

په پاتې نورو يونين کونسلو کې اووه مسلم ليګ ن، درې جمعيت علما اسلام، دوه تحریک لبېک، یو مهاجر قومي مومنټ او درې ازاد امېدواران کامياب شوي دي.

په کراچۍ کې په ټولو 246 يونين کونسلو انتخابات کېدل وو خو په 11 د ځينو علتونو له امله وروسته کړل شوي دي.

د اتوار په ورځ ترسره شوو انتخاباتو وروسته د ګل په ورځ د پوره نتيجو راتلو نه وړاندې پاکستان پيپلز ګوند، جماعت اسلامي او تحریک انصاف ګوند د خپلو خپلو بریاو دعوې کولې چې زياتې څوکۍ يې ګټلي دي.

خو تير ماسخوتن ناوخته چې نتيجې مخې ته راغلې جماعت اسلامي دعوه کړې چې نتيجې بدل کړی شوي ځکه په ملک کې يې د احتجاج اعلان کړی دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند بيا ويلي ټول بلدياتي انتخابات ردوي، په الېکشن کمېشن او پوليس چارواکو يې د درغلیو تورونه لګولي دي.

د نتيجو په وروسته کېدو د پيپلز ګوند سعيدغني هم ويلي وو دوی حېرانه دي چې ولې نتيجې دومره وروسته شوې.

خو د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د کراچۍ او حېدر اباد ډويژنو مننه کړې.

خو د سيند صوبې الېکشن کمېشر اعجاز انور چوهان پرون ويلي وو چې پولینګ سټېشنې ډېرې دي او ټولې نتيجې په لاسو ليکل کيږي ځکه وخت اخلي.

د نتيجو مخې ته راتلو وروسته به اوس د کراچۍ د مېر انتخاب کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG