د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان د اسمبلۍ ماتولو سمري ګورنر ته لېږلې ده، له دې وړاندې د پنجاب وزيراعلا هم دغه رنګ سمري لېږلې او د پنجاب صوبې اسبملي ماته کړی شوې وه.
په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومتونه وو.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان تيره شپه نزدې لس بجې په ټويټر ويلي،
د خپلې وعدې ترمخه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ماتولو سمري د لاسليک دپاره ګورنر ته ولېږل شوه. په دوه درې اکثريت به عمران خان بيا وزيراعظم جوړوو.
محمود خان ويلي، د عمران خان سره کړې وعده یې پوره کړې، د اسمبلۍ ماتولو سمري يې لاسليک کړې، په 90 ورځو کې به دوی نوو انتخاباتو پله لاړ شي.
هغه زياته کړې بيا به اکثريتي حکومت جوړوي ځکه چې دوی کار کړی دی. خو په خېبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف په حکومت د امنيت سره د بدانتظامي سختې نيوکې کيږي.
محمود خان له دې وړاندې د اتوار په ورځ ناوخته په ټويټر ويلي وو، چې د نهې/ سه شنبې په ورځ به د اسمبلۍ ماتولو سمري ګورنر ته وليږي.
څېړونکي وايي په هېواد کې دمخ په زياتېدونکي اقتصادي بحران او دناامنۍ پېښو پرمهال د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلي ماتول به په صوبه کې د سياسي عدم استحکام، د امن وضعيت خرابېدو او معاشي ستونزو سېوا کېدو سبب وګرځي.
له دې وړاندې په پنجاب صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان په وينا اسمبلي ماته کړی شوې ده.
د اسمبلۍ ماتېدو وروسته دپنجاب ګورنر د نګران وزیراعلا ټاکنې لپاره وزیراعلا پرویز الهي او د اپوزیشن مشر حمزه شهباز ته خپلو کې دمشورې لپاره لیک استولی دی.
خو تراوسه په پنجاب کې نوی وزیراعلا نه دی ټاکل شوی.