لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: اعظم خان د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلا نومول شوی


په خېبرپښتونخوا صوبه کې حکومت او اپوزيشن سلا شوي او پخوانی بېوروکرېټ محمد اعظم خان یې نګران وزيراعلا نومولی دی، نومول شوی وزيراعلا په 2007 او 2008 کې د مرکزي نګران حکومت په کابينه کې وزير پاتې شوی وو.

پرون د جمعې په شپه پېښور کې د سپيکر په کور کې د وزيراعلا محمود خان، پخواني وزيراعلا پروېز خټک، سپيکر مشتاق غني او اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډر پخواني وزيراعلا اکرم خان دراني ترمنځ غونډه شوې او د نګران وزیراعلا دپاره د اعظم خان په نوم سلا شوي دي.

په 17 جنورۍ په صوبه کې وزيراعلا محمود خان د اسمبلۍ ماتولو سمري ګورنر غلام علي ته لېږلې او ګورنر په 18 جنورۍ سمري لاسليک کړې او اسمبلي ماته شوې وه.

ګورنر ويلي وو د نګران وزیراعلا ټاکلو پورې به محمود خان د وزيراعلا په څوکۍ دنده ترسره کوي.

د خېبرپښتونخوا نومول شوی نګران وزيراعلا اعظم خان

د چارسدې ضلعې سره تعلق لرونکی محمد اعظم خان پخوانی چيف سيکرټري او په مهمو لوړ پوړو سرکاري څوکو پاتې شوی دی.

هغه د پېښور پوهنتون نه د وکالت ډګري ترلاسه کړې او بيا د لندن د لنکنګ کالج څخه بېرسټري کړې او بيا د سېول سروسز د امتحان پاس کولو وروسته په ډسټرکټ منېجمنټ ګروپ کې شامل شوی او د هزاره ډويژن کمشنر وو، د وي او اې اردو ترمخه هغه وخت چې د خدای خدمتګار تحریک مشر باچا خان د اېبټ اباد په رېسټ هاوس کې نظر بند وو.

د نوموړي په خپلوانو کې زياتې سياسي کورنۍ دی او په مهمو حکومتي او سرکاري لوړ پوړو څوکو پاتې شوي دي.

اعظم خان د 80م په لسيزه کې د خېبرپښتونخوا چیف سيکرټري پاتې شوی، هغه د مرکزي سيکرټري پټروليم او مذهبي چارو سيکرټري هم پاتې شوی وو.

نوموړي د ملګرو ملتونو د نړيوالې پرمختيا سره په بېلا بيلو پرمختيايي پروژو کار کړی او د پاکستان د سپريم کورټ د سېلابونو د پلټنو دپاره جوړې کمېټۍ د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

د پاکستان په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومتونه وو.

د پښتونخوا د اسمبلۍ ماتولو نه وړاندې وړاندې د پنجاب صوبې اسمبلي ماته کړی شوې وه.

د اسمبلۍ ماتېدو وروسته دپنجاب ګورنر د نګران وزیراعلا ټاکنې لپاره وزیراعلا پرویز الهي او د اپوزیشن مشر حمزه شهباز ته خپلو کې دمشورې لپاره لیک استولی دی.

خو تراوسه په پنجاب کې نوی وزیراعلا نه دی ټاکل شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG