د پاکستان الېکشن کمېشن محسن نقوي د پنجاب د نګران وزیراعلان په توګه ټاکلی دی، نوموړ ي تيره شپه د وزيراعلا څوګند پورته کړی خو پاکستان تحریک انصاف ګوند د محسن نقوي د وزیراعلا په توګه ټاکنه رد کړې ده.
د پنجاب صوبايي اسمبلۍ د ماتولو وروسته حکومت او اپوزيشن د نګران وزيراعلا په نوم نه وو متفق شوي او بيا دغه مسله الېکشن کمېشن ته وړل شوې وه.
د اتوار په ورځ په د الېکشن کمېشن غونډه شوې او محسن نقوي یې د پنجاب صوبې نګران وزيراعلا ټاکلی دی.
الېکشن کمېشن په ټویټر ویلي، د چيف الېکشن کمشنر سکندر راجه سلطان په مشرۍ مهمه غونډه شوې او د پوره غور وخوض وروسته سيد محسن رضا نقوي د پنجاب نګران وزيراعلا ټاکل شوی دی.
د پنجاب حکومت او اپوزيشن د نګران وزيراعلا دپاره دوه دوه نومونه ورکړي او د محسن نقوي نوم د اپوزيشن [مسلم ليګ ن] لخوا ورکړی شوی وو.
محسن نقوي پاکستان کې د يو شخصي ټي وي چېنل مالک دی، هغه په امریکا کې زده کړې ترلاسه کړي او د نړيوالو مطبوعاتي ادارو سره يې کار هم کړی دی.
د راپورونو ترمخه د پنجاب مخکني وزيراعلا پروېز الهي ويلي، هغه د محسن نقوي ټاکنه په سپريم کورټ کې چېلنج کوي.
او د پاکستان تحریک انصاف ګوند فواد چودري ويلي، دوی د محسن نقوي ټاکنه ردوي.
په وروستيو کې په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې تحریک انصاف ګوند اسمبليانې ماتې کړې وې.