لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکيه د می په ۱۴مه نېټه صدارتي او پارلېماني انتخابات کوي


د ترکيې صدر رجب طيب اردوان اعلان کړی چې د صدر او نوي پارلېمنټ دپاره انتخابات به د می په ۱۴ نېټه ترسره شي.

اردوان چې د صدرات د بلې دورې اراده لري، د انتخاباتو اعلان يې د خالي/شنبې، په ورځ په بورسا صوبه کې ځوانانو ته د یوې غونډي په موقع وکړو.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د غونډې ویډیو د اتوار/یکشنبې په ورځ جاري کړی شو.

اردوان د بورسا غونډې ته وویل د انتخاباتو رسمي اعلان به د مارچ په لسمه نېټه کوي او د دې نه پس به د ترکيې سپریم کورټ ووټونو دپاره تیاری شروع کړي.

د انتخاباتو په لومړي پړاو کې که یو امیدوار د ۵۰ فیصد نه زیات ووټونه یا رای ترلاسه نه کړی شي نو د می په ۲۸ نېټه به بیا انتخابات کېږي.

اردوان د ۲۰۰۳ راهسې په اقتدار کې دی. هغه لومړی وزیراعظم و او د ۲۰۱۴ راهسې صدر دی.

ای پي رپوټ کې راغلي، په داسې حال کې ترکيه د اقتصادي مشکلاتو او د ګرانۍ ښکار ده، اینده انتخابات به د اردوان دپاره ګران وي.

د رپورټ ترمخه د اردوان مخالف د شپږو ګوندونو اتحاد د خپل امیدوار اعلان لا نه دی کړی. په پارلېمنټ کې دریم لوی کرد ګوند ویلي ممکنه ده چې صدارتي انتخاب دپاره خپل جدا امیدوار اعلان کړي.

په کال ۲۰۱۸ کې ۶۸ کلن اردوان د حکومت داسې نظام عملي کړی چې د وزیراعظم چوکۍ په کې ختمه کړی شوې ده او ټول اختیارات صدر ته ورکړی شوي دي. د دې نه مخکې به صدارت یوه علامتي چوکۍ وه.

د نوي نظام دلاندې نوي صدر او پارلېمنټ د منتخب کولو دپاره ووټونو په یو ځای کولی شي.

حزب اختلاف د ترکي د خراب معاشي حالت او د انساني حقونو او ازادیو د کمېدو الزام د حکومت په نوي نظام پورې کوي او دا د یو تن اقتدار بولي. صدارتي نظام په کال ۲۰۱۷ کې د رېفرېڼدم د لارې منظور کړی شوی و او د کال ۲۰۱۸ د انتخاباتو نه پس عملي کړی شوی.

د سږ کال انتخابات د جون په میاشت کې کېدونکي وو خو د حکومتي پارټۍ غړو وېنا وه چې په دغه میاشت کې به ګرمي او مذهبي دستورې وي نو ځکه ووټونو دپاره د می ۱۴ نېټه وټاکل شوه.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG