لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بنو او ډېره اسماعيل خان کې پوځي او پوليس وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د پاکستان د پوځ یو عسکر په یوه چاودنه او په ډیره اسماعیل خان کې د پولیس یو اهلکار په یو وسله وال برید کې وژل شوي دي.

بل لور ته په خېبر ضلع کې د عملیاتو په پایله کې د وسله والو یو مهم کمانډر د وژلو دعوه شوې ده.

د پاکستان پوځ ویلي د خېبر پښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خیلو سیمه کې د پاکستان د پوځ ګاډي ته د ماین چاودنه شوې چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی دی.

بيان کې ویل شوي د 24 کلن وژل شوي عسکر ګل شېر تړاو د خېبر ضلعې سره وو او چاودنه هغه وخت شوې چې سیمه تر ترهګرو څخه پاکولو عملیات روان دي.

په 31 دسمبر د پاکستان پوځ ويلي وو، د بنو په جاني خېل سيمه کې يې د ترهګرو پرضد عمليات کړي، څلور ترهګر يې وژلي او په عملیاتو کې پو پوځي عسکر هم وژل شوی وو.

په 18 دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو.

د جنورۍ په لومړۍ نیټه په بنو جاني خېل کې د ناامنۍضد لویه احتجاجي غونډه شوې وه احتجاج کونکو ویلي وو د ناامنۍ سره مخ دي د علاقې خلک په بې رحمۍ سره وژل کیږي خو دوی ته تحفظ نه ورکول کیږي.

د دې ترڅنګ ډیره اسماعیل خان کې په یو وسله وال برید کې یو پولیس اهلکار وژل شوی تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] یې زمه واري منلې ده.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو په وینا په صوبه کې دې کال په لومړیو کې تر دې مهال د یو پولیس افسر په ګډون خواوشا 10 پولیس اهلکار پېښور، چارسده، خېبر، لکي مروت او ډیره اسماعیل خان کې په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي دي. پولیس وایي دا پېښه ماښام د ډیره اسماعیل خان په درابن سیمه کې شوې چې پکې د پولیس اهلکار ګل باران کور سره نیزدې د جماعت نه راتلو پرمهال په ډزو وژل شوی.

د ډیره اسماعیل خان ضلعي پوليس مشر محمد شعیب خان د وژل شوي پولیس اهلکار کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پولیسو مشر په دې پېښه کې ککړو کسانو زر د قانون منګلو ته راوستلو هوډ ښکاره کړی او ویلي يې دي چې ترهګر د داسې رقم بریدونو د لارې د پولیسو او نورو امنیتي ادارو ارادې نه شي کمزورې کولی او پولیس به د خپلو سرونو په بدل د علاقې د امنیت ټینګښت سره خلک خوندي کوي.

بل لور ته د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد عملياتو کې د يو مشکوک ترهګر د وژلو دعوه شوې ویلي وژل شوی ترهګر په جمرود سیمه کې د پولیسو په پوسته شوي ځانمرګي برید کې لاس درلود.

د جنورۍ په 20 مه د خېبر په جمرود تحصیل کې د پولیسو په یوه پوسته شوي وو ځانمرګي برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي او درې عسکر نور ژوبل شوي وو.

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي، د خېبر په ګنډي سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پټ استخباراتي مالومات تر لاسه کړي وو او د عملياتو په مهال د ځواكونو او ترهګرو ترمېنځه د ډزو تبادله کې یو ترهګر وژلی دی.

دوی ویلي وو د ترهګر پیژنګلو د وسله والو مهم کمانډر ستانه جان عرف شیخ په نوم شوې چې د امنيتي ځواکونو په وړاندې په ترهګریز فعاليتونو او د بې ګناه خلکو په وژنو کې ککړ پاتې شوی او په جمرود سیمه کې د بولیسو په مرکز شوي ځانمرګي برید کې هم لاس درلود.

تحریک طالبان پاکستان دا پېښه تاید کړې او د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ویلي خو امنیتي سرچینې دا دعوه رده وي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG