لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بایډن له خصوصي کوره لا نور خفیه دستاوېزات پیدا شوي - وایټ هاوس د انتظامیې دفاع کړې ده


د بایډن خصوصي کور د ډېلاوېر ریاست په وېلمنګټن ښار کې دی
د بایډن خصوصي کور د ډېلاوېر ریاست په وېلمنګټن ښار کې دی

واشنګټن - وایټ هاوس د ګل-دوشنبې په ورځ د صدر بایډن په کور کې د خفیه دستاوېزاتو د پیدا کېدو په تړاو د انتظامیې دفاع وکړه او ویې ویل چې انتظامیه د دستاوېزاتو په قضیه کې د چارواکو سره همکاري کوي.

پس د هغه چې د امریکې تحقیقاتي فیډرل ادارې (اېف بي آی) د جمعې په ورځ د صدر جو بایډن د خصوصي کور پلټنه وکړه او په هغه کې یې اضافي خفیه دستاوېزات پیدا کړل، په ښاغلي بایډن باندې تنقیدونه سېوا شوي دي.

د ګل-دوشنبې په ورځ، د وایټ هاوس ویاند ایان سامز ټینګار وکړ چې د ډېلاوېر ریاست په وېلمنګټن ښار کې د اېف بي آی له خوا د بایډن د کور پلټنه، "پخپله د صدر (بایډن) د خصوصي وکیلانو له اړخه رضاکارانه او فعال عمل و."

د تازه دستاوېزاتو تر موندلو وړاندې هم د امریکې د انصاف وزارت له اړخه تحقیقات پیل شوي چې وګوري بایډن د حساسو دستاوېزاتو په ساتلو کې څه رویه کړې ده. د خفیه دستاوېزاتو د ساتلو په قضیه کې، په بایډن باندې تنقیدونه سېوا شوي او حتی د هغه د خپل ګوند ډېموکرېټان یې هم ورباندې تنقیدونه کوي.

دوو سنېټرانو ډېک ډوربېن او جو مانشین دواړو په تېرو څو ورځو کې د بایډن خلاف سختې خبرې کړي دي. سنېټر ډوربېن ویلي چې بایډن ته "شرم" په کار دی، او سنېټر مانشېن، صدر بایډن "غېرذمه واره" بللی دی.

د بایډن وکیلان وایي، هغو په اول ځل د نومبر په لومړیو کې د واشنګټن ډي سي په یو دفتر کې چې بایډن د نایب صدارتۍ نه پس هلته اوسېده، داسې دستاوېزات وموندل چې ورباندې د خفیه نخښې لیدل کېدلې. هغو دا ونه ویل چې ولې یې سمدستي د دې خبرې اعلان ونه کړ او ولې یې صرف چارواکو ته خبر ورکړ او عام خلک یې خبر نه کړل.

په ډسمبر او جنوري میاشتو کې بیا هغوی د بایډن په کور کې چې وېلمنګټن ښار کې دی، نور دستاوېزات هم وموندل. د جمعې په ورځ د امریکې د تحقیقاتې فیډرل ادارې (اېف بي آی) مامورینو په هغه کور ورغلل او دیارلس ګنټې یې هلته پلټنه وکړه، چې د وایټ هاوس د وکیل، ریچارډ سوبر د بیان ترمخه، په دې پلټنو کې نور خفیه دستاوېزات هم د مامورینو لاس ته ورغلل چې سمدستي د انصاف وزارت ته وسپارل شول.

یاده دې وي چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د کور نه هم د اېف بي آی مامورینو څه موده وړاندې خفیه دستاوېزات راویستل، او په اړه یې تحقیقات شروع شول. مګر اوس وایټ هاوس کوښښ کوي د صدر بایډن او پخواني صدر ټرمپ د دستاوېزاتو د قضیو ترمنځ فرق واضحه کړي.

وایټ هاوس وایي د بایډن په قضیه کې، دستاوېزات پخپله د بایډن وکیلانو موندلي او حکومت ته یې احوال ورکړی او د چارواکو سره همکاري کوي، حال دا چې وایي ټرمپ د دستاوېزاتو په قضیه کې د حکومت سره همکاري نه کوله.

په امریکا کې چې دوې ورځې وړاندې یوه سروې شوې، د هغې د نتیجې ترمخه 77 فیصده امریکایيان په دې باور دي چې ټرمپ د خفیه اسنادو سره نامناسبه چلند کړی دی. 64 فیصده امریکاییان د صدر بایډن په اړه هم همدغسې نظر لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG