لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کلونو پس په ميانمار کې د اپيمو کښت بيا سېوا شوی


واشنګټن - د ملګرو ملتونو د تازه معلوماتو تر مخه د نزدې لسو کالو د کمي وروستو د ميانمار کروندګر يو ځل بيا د اپيمو کر ته اوړېدلي ځکه يو پله د اپيمو بيې په بره تللې او بل خوا د اقتصاد د کېناستلو په وجه روزګارونه نه موندل کيږي.

د ملګرو ملتونو د نشيي توکو او جرمونو د مخنيوي ادارې يو اين او ډي سي د زيارت- پنجشنبې په ورځ رپورټ خور کړی چې پکې ويل شوي د کال 2002م نه را په دې خوا د کښت پيداوار ځکه هم زيات شوی چې وسله والو ډلو پکې نوې سرمايه کاري کړې کومې چې دا پيداوار اخلي او بپا ترې هيروين اوباسي او په بهر هېوادونو کې يې خرڅوي.

په سيمه کې د ميتامفيټامين په پيدا کوونکو هېوادونو کې ميانمار د نړۍ په کچه دويم نمبر دی.

افغانستان د نړۍ په کچه د اپيمو او هيروينو پيدا کوونکو هېوادونو کې په وړومبي نمبر دی چې په شرق او سوېلي شرقي سيمه کې يې د امدن د ټولو لويه ذريعه ده.

د يو اين او ډي سي د رپورټ تر مخه تېر کال په افغانستان کې 233,000 ايکړه ځمکه په اپيمو کرل شوې وه.

د رپورټ تر مخه د کال 2022 سروې ښيي چې ميانمار د کال 2021 په مقابله کې تېر کال 33% زيات پيداوار کړی او په نزدې 41,100 ايکړه زمکه د اپيمو کښت شوی.

دا د کال 2013 نه وروستو د اپيمو د ټولو غټ پيداوار دی او په ياد کال کې دا فصل په نزدې 57,800 ايکړه ځمکه کرل شوی وو.

د يو اين او ډي سي د سويلي ختيځ ايشيا نماينده جيريمي ډاګلس ويلي د کښت زياتوالی د پوځي کودتا نه وروستو شوی کومه چې په کال 2021کې شوې وه او د سوبه يې اقتصاد کېناستلی.

د پوځي حکومت په مخاليفينو د زور زياتي په وجه غربي هېوادونو په ميانمار بندیزونه لګولي او ډېره بهرنۍ سرمايه کاري د ملک نه وتلې ده.

ډګلس وايي “د اپيمو کښت د مودو راهسې د خلکو د روزګار يواځينۍ وسيله ده. د ډېرو خلکو سره بله لار نشته چې ځان وساتي او اخر به هم د اپيمو کښت ته لاس اچوي. روزګارونه په ينګون، منډالی او لا په نورو ځايونو کې نشته. خلک بيرته کليوالو سيمو ته تللي او کر کرونده يې شروع کړې.

د نړيوال بينک د وينا مطابق د ميانمار اقتصاد په کال 2021 کې 18% کم شوی او د غربت کچه د کال 2020 نه دوه چنده سېوا شوې چې نزدې 40% خلک د غربت د کرښې نه ښکته تللي. د بينک خپله سروی وايي خلک په ښارونو کې د کار د نيشتوالي د لاسه کليوالو علاقو ته او زميدارۍ ته ستانه شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG