لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليس: په لکي مروت کې د وسله والو ضد په غټه کچه عمليات پېل کړی شوي


په لکي مروت کې د وسله والو پرضد عملیات پېل کړی شوي چې پکې توپې او جنګي هیلي کاپټرې کارول کیږي. تحریک طالبان پاکستان په دغو عملیاتو کې د پاکستان پوځ ته ګڼو مرګ ژوبلو اړولو دعوه کړې خو تاييد یې نه دی شوی.

د لکی مروت د پولیسو مشر ضیاالدین د دفتر چارواکو تایید کړه چې د ترهګرو پر ضد هوايي او ځمکني عملیات په دویمه ورځ هم دوام لري.

د دوی په وینا دغه عملیات یې د لکي مروت ډډیوالې او صدر تاڼو په حدود کورمې پار سیمه کې پېل کړي چې پکې پولیسو ته د پاکستان د پوځ مرسته ترلاسه ده.

پوليسو ويلي، په علاقه کې موبایل اسانتیا تړل شوې ده، د پولیسو مشر په خپله د عملیاتو علاقې ته ورغلی او نور معلوت یې نه دي تر لاسه کړي.

په سیمه کې امنیتي سرچینو او ځایي خلکو وي او اې ډیوه ته ویلي په عملیاتو کې جنګي هیلیکاپټر برخه اخلي او د چاودونو غږونه هم اوریدل کیږي.

ځینې سرچینې وایي په عملیاتو کې ځایي خلک کورونو په پریښولو مجبور شوي خو په سیمه کې یو امنیتي چارواکي وویل دا عملیات یې وروسته له هغې پېل کړي چې دغلته د ناامنۍ پېښې سېوا شوې وې.

هغه وویل دوی ته د ترهګرو د موجودګۍ کره مالومات تر لاسه شوي چې دغلته په ځنګلونو کې پټې ځالې لري او له دې ځایه د ناامنۍ منصوبې جوړوي.

هغه زیاته کړه د توپو د لارې د ترهګرو دا پټې ځالې په نخښه کیږي او دوی ته د پوځ هوایي څارنه ترلاسه ده چې دا پټې ځالې په بشپړه توګه له منځه یوسي.

په لکي مروت کې په دې ورستیو کې پولیسو او نورو امنیتي عسکرو بریدونو ترسره کېدو سره د ځایي کسانو د وژنو پېښې هم شوي دي.

بل لور ته پنجاب صوبه ته د ګېس پایپ لاین غځولو پروژې پرضد ځایي خلک احتجاجي مظاهرې کوي او وایي په ګیس دې لومړۍ د ځایي خلکو حق اومنل شي.

په دې ورستیو کې د لکي مروت په ګازبوبه او د شمالي وزیرستان په شیوا سیمو کې ګېس موندل شوی او دا ګېس پنجاب صوبه ته په انتقال کولو کار روان دی.

د مروت قام د د حقونو د کمیټۍ یو مشر انجينير احسان الله وویل دوی ته د تیرو دوو ورځو راهسې موبایل سروس او لارې تړل شوي او غېر اعلانیه عملیات پېل کړی شوي دي.

هغه تور پورې کړو عملیاتو کې ځینې کورنۍ خپل کورونه په پریښولوته مجبور شوي او هغوی ته د استوګنې هیڅ انتظام نه دی شوی.

هغه زیاته کړه عملیاتو په اړه ځایي خلک په اعتماد کې نه دي اخستل شوي او دا ناڅاپه عملیات پېل کول په سیمه کې د ګېس اسناتیا د پاره راپورته شوي ولسي پاڅون څخه د خلکو پام اړول دي.

په سیمه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ډاکټر اسد مروت وویل دغلته د وړاندې نه د پولیس نظام موجود دی، هغه وویل پولیس باید دغلته خپل واک مضبوط کړي.

هغه زیاته کړه په دغو هتکنډو دوی د ګېس پروژه کې خپل حق غوښتلو څخه څوک نشي په شا کولی.

هغه وويل د عملیاتو په پایله کې زیات تاوانونه رامخې ته کیږي د لکي مروت خلک غریبانان او هغوی دا نشي زغملی او د خپلو حقوقو د پاره راپوره شوې مبارزې ته به دوام ورکوي.

لکي مروت د خېبرپښتونخوا هغه جنوبي ضلع ده چې پوله يې د پنجاب میانوالي د خېبرپښتونخوا د کرک، ډیره اسماعیل خان، بنو، ټانک تر څنګ قبایلي ضلعو جنوبي او شمالي وزیرستان سره لګېدلي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG