لاس رسیدونکی لینک

 
منځني ختیځ ته د امریکا د خارجه وزیر انټني بلېنکن سفر: اوکراین او ایران یې د خبرو اهمه اېجنډه ده
تازه خبر

منځني ختیځ ته د امریکا د خارجه وزیر انټني بلېنکن سفر: اوکراین او ایران یې د خبرو اهمه اېجنډه ده


واشنګټن (روئټرز) - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ په داسې حال کې منځني ختيځ ته ورسېد چې د اسرايیل او فلسطینیانو ترمنځ تشدد سېوا شوی دی. بلېنکن به درې ورځې په منځني ختیځ کې پاته شي او د خبرو اهمه اېجنډه به یې د ایران مسئله او د اوکراین جګړه وي.

بلېنکن په دې سفر کې اول د مصر سرښار قاهرې ته رسېدلی، او د هغه ځایه به د ګل/دوشنبې په ورځ یورشلیم (بیت المقدس) ته ولاړ شي. اسرائیل کې د بنیامین نتینیاهو په مشرۍ نوي ښي اړخي حکومت د هغه ملک د سیکولار اقدارو، تاوجنو نسلي تعلقاتو، او فلسطینیانو سره په ټپه درېدلې د امن خبرو د آیندې په سر کور کې دننه او دباندې فکرمندۍ راپیدا کړي دي.

په وروستیو ورځو کې هم د مرګوني تشدد پېښې زیاتې شوي، او دا یره یې ډېره کړې چې د دې تشدد لمن به نوره هم پراخه شي.

یو فلسطیني وسله وال کس د جمعې په ورځ د بیت المقدس د یهودیانو د یو عبادتځای بهر، اووه تنان ووژل. د ۲۰۰۸ کال راهیسي، دا په بیت المقدس کې په اسرائیلي وګړو باندې تر ټولو خونړۍ حمله وه. د دې حملې نه یوه ورځ وړاندې، د زیارت/پنجشنبې په ورځ، اسرائیلي ځواکونو د مقبوضه لویدېځې غاړې په جنین ښار کې حمله وکړه چې په وروستیو کلونو کې په فلسطینیانو باندې د اسرائیل تر ټولو مرګونې حمله وه.

د اسرائیل په نوې انتظامیه کې داسې انتهاپسنده قام پرسته ګوندونه هم شامل دي چې غواړي په مقبوضه لویدیځه غاړه کې د یهودیانو د نویو کورونو جوړول نور هم پسې پراخ کړي. د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن به د دې انتظامیې سره په خبرو کې یو ځل بیا د امن دپاره د امریکا غوښتنه تکرار کړي او ټینګار وکړي چې امریکا د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د دوو ریاستونو د جوړېدو د منصوبې ملاتړ کوي. مګر امریکایي چارواکي دا مني چې په نږدې آینده کې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن اوږدمهاله خبرو امکان نه ترسترګو کیږي.

بلېنکن به په دې سفر کې رام الله ښار ته هم ولاړ شي او هلته به د فلسطیني انتظامیې د مشر محمود عباس، نورو فلسطیني چارواکو، او د مدني ټولنې فعالانو سره وګوري.

د نتنیاهو حکومت په اسرائیل کې د عدالتي نظام د بنیادي بدلولو سپارښتنه کړې چې ترمخه به یې د ججانو په ټاکلو کې سیاسي واک اختیار پیاوړی وي او بل دا چې د پارلېمان یا انتظامیې په وړاندې فیصلو کې به د سپریم کورټ واک اختیار هم محدود کول وي. د دې سپارښتنو په خلاف اسرائیل کې لویې مظاهرې وشوې او احتجاج کوونکو ویل چې دا ګامونه به د عدالتي نظام خپلواکي ته نقصان ورسوي.

د امریکا د خارجه وزارت د منځني ختیځ د څانګې یوه چارواکې باربرا لیف وایي چې ښاغلی بلېنکن به پخپل سفر کې د دغو اصلاحاتو په اړه د حکومت دننه او د حکومت دباندې د اسرائیلي وګړو نظریات واوري.

مېرمن لیف دا هم زیاته کړه چې د بلېنکن په دې سفر کې به د اسرائیل او عربي ملکونو ترمنځ د تعلقاتو د بحاله کولو مخکېنۍ هلې ځلې به هم نورې تازه کړی شي. په دې هلو ځلو کې فلسطینیان ندي شامل، خو نور عربي ملکونه په کې شامل دي چې هدف یې د اسرائیل سره د هغو د اقتصادي او د سېلګرۍ د برخې همکاري زیاتول دي.

د اوکراین د جګړې په اړه خبرې، د بلېنکن د سفر بل مقصد دی. اوکراین چې د روس د مقابلې دپاره د امریکې او یورپي اتحاد نه په زیاته اندازه وسلې او پوځي آلات تر لاسه کړي دي، د اسرائیلو نه غوښتي چې د ډرون د ویشتلو سیسټمونه د اوکراین په واک کې ورکړي. اوکراین غواړي په دې سره هغه ډرونونه وولي چې ایران روس ته ورکړي او روس یې په اوکراین کې استعمالوي.

اسرائیل تر اوسه دا غوښتنې ندي منلي. که څه هم اسرائیل په اوکراین باندې د روس پوځي یرغل غندلی، مګر اوکراین سره یې خپل امداد صرف په بشري مرستو او محافظتي وسایلو محدود ساتلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG