لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا طالبان به په افغانستان کې د بډو رشتونو مخه ونیسي؟


واشنګټن ـــــ افغانستان تر یوه لسیزه زیاته موده پرله پسې د نړۍ په تر ټولو لسو کرپټ یا په بډو رشتونو ککړ هېوادونو کې شمېرل کېده، خو سږ کال یې دغه بدنام حیثیت پر ځای شوی او د طالبانو حکومت د دغه نوم د ګټلو دعوه کوي.

د جرمني په برلن ښار کې د بډو رشوتونو د څارنې ادارې «ټرانسپېرنسي انټرنېشنل» د نهې- سه شنبې په ورځ په نړۍ کې د سږ کال د فساد یا کرپشن کالنی فهرست خپور کړی چې پکې ډنمارک تر ټولو لږ کرپټ او سومالیا پر 180م نمبر د نړۍ تر ټولو زیات په بډو ککړ هېواد پېژندل شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په دې لړ کې پر 150م نمبر راغلی دی چې په 2021م کال کې له 174مې درجې څخه د پام وړ پرمختګ پکې راغلی دی.

په 2011م کال کې چې په افغانستان کې د امریکې پوځي او پرمختیايي چارې لوړې کچې ته رسېدلې وي دا هېواد له شمالي کوریا او سومالیا وروسته د نړۍ په فاسدو هېوادو کې پر 180م نمبر وو.

د وي او اې رپوټ وایي د یو داسې حکومت لپاره د بډو را کمولو ښه درجه بندي د حیرانتیا وړ ده چې له ښځو او مطبوعاتو سره د ناوړه چلند له امله په پراخه کچه غندل شوی او یو آمرانه حکومت ګڼل شوی دی.

د «ټرانسپېرنسي انټرنېشنل» ادارې د اړیکو منېجره سمېنتا نیورک په افغانستان کې د بډو رشتونو د ختمولو د اوږدمهاله مبارزې ټول کرېډیټ طالبانو ته نه ورکوي، ځکه چې وایي‌ د طالبانو په واکمنۍ کې د باور وړ معلوماتو راټولول ډېر لوی چېلنج وو. مېرمن نیورک وي او اې ته وویل:

"که څه هم د بډو رشوتو د غوښتنې د کمېدو او د طالبانو له خوا د محصولاتو د راټولولو کیسې کېږي، خو موږ په دې هېواد کې د کرپشن د منظم کمښت لپاره کافي او د تایید وړ ثبوتونه نه لرو."

مېرمن سمېنتا نیورک وایي د شمېرو بدلون د شمېرنې له پلوه دومره مهم نه دی او وایي دا د بډو رشوتونو د را کمېدو په برخه کې د ښه والي په توګه د مځکنیو حقایقو په توګه نه شي ګڼل کېدای.

د وي او اې د رپوټ له مخې طالبان چې د 2021م په اګست کې پر کابل واکمن شوي رپوټونه ښیي چې لږ تر لږه په ځینو سرکاري ادارو کې رشوت او بډې اخیستل کم شوي دي.

د امریکې د سولې په انسټیټیوټ کې یوه لوړپوړي څېړونکي ویلیم برډ وي او اې ته وویل، "طالبانو په کسټمونو یا ګمرکونو او د سړکونو په چیک پوسټونو کې د بډو د کمولو وړتیا ښکاره کړې ده."

د کرپشن په ضد مبارزې طالبانو ته د خپل هغه حکومت د چلولو لپاره یوه مالي لاره برابره کړې ده چې له نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی او له همدې کبله یې بېنکي نظام ولاړ دی.

نړیوال بېنک تېره اوونۍ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د اقتصاد په اړه په یوه ارزونه کې ویلي وو چې د 2022م کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې برآمدات یا صادرات زیات وو، د پیسو تبادله یې پر ځای وه او د محصولاتو راټولول یې پیاوړي وو.

طالبان وايي په تېرو لسو میاشتو کې د دوی د زورورو محصولاتو یا مالیې د راټولولو آمدن 1.7 اربه ډالرو ته رسېدلی، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی خپل لږ اندازه ملي وسایل څنګه او چېرې لګوي.

د وي او اې د رپوټ له مخې طالبانو د نجونو د ثانوي سکولونو او پوهنتونونو له بندولو سره سره په ټول افغانستان کې په زرګونو نوې دیني مدرسې جوړې کړې دي چې وایي هلکانو او ځوانانو پکې زدکړې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG