واشنګټن ــــ سپینه ماڼۍ له هند سره داسې ملګرتیا پیلوي چې ولسمشر جو بایډن هیله څرګندوني دا به له دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د پوځي وسایلو، سیمې کانډکټرز او مصنوعي ځیرکتیا یا ارټیفیشل انټېلیجنس په برخو کې د چین په وړاندې سیالي وکړي.
ټاکل شوې چې د صدر بایډن د ملي امنیت سلاکار جېک سېلیوېن په نهې- سه شنبه ناوخته د خپل هندي سیال اجېت دوال په ملتیا په سپینه ماڼۍ کې د دواړو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره وویني چې د مهمو او مخ پر ودې ټکنالوجیو په برخه کې د امریکا او هند ګډ پروګرام پرانیزي.
جېک سېلیوېن رویټرز خبري ایجنسۍ ته وویل، د چین له خوا لویو چېلنجونو د ډیلي پر فکر ژور اغېز کړی دی، سېلویوین دغه چېلنجونه داسې یاد کړل:
"د هغه [چین] اقتصادي چارې، تېریګر پوځ حرکتونه، د راتلونکي وخت د صنعتونو د تسلط هلې ځلې او په مستقبل کې د رسد د لړۍ کنټرولول لوی چېلنجونه دي".
واشنګټن غواړي چې په هند کې د چین د هواوي ټکنالوجیز پرضد د لویدیځ زیاتې ټیلیفوني شبکې فعالې کړي او امریکا ته د کمپوټرو د چېپونو نور هندي متخصصین راولي.
د وي او اې د رپوټ له مخې دا کار به د دواړو هېوادونو کمپنیانې دې ته وهڅوي چې د پوځي وسایلو په برخ کې په ځانګړې توګه د راکټي سیستمونو په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د امریکا جنرل الیکټرېک کمپنۍ د امریکا د حکومت نه اجازه غواړي چې له هند سره په ګډه د جېټ الوتکو مشینونه جوړ کړي چې د هند له خوا په جوړو شویو الوتکو کې به وکارول شي.
سپینه ماڼۍ وايي، دا وړاندیز اوس د غور لاندې دی.
د رویټرز د رپوټ له مخې که څه هم نوي ډیلي له روس سره په پوځي مشقونو کې د ګډون او د دې هېواد د خامو تېلو د خریدارۍ په زیاتولو سره واشنګټن مایوسه کړی دی، خو وایي واشنګټن پر دې باوجود له هند سره د خپلو ګټو له کبله اړیکې ښې ساتلې دي.