لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اینټني بلینکن د امریکې په فضا کې د چین د جاسوسي غبارې تر لیدل کېدو وروسته بېجنګ ته سفر وځنډاوه


واشنګټن ـــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د جمعې په ورځ ناڅاپي له دې کبله چین ته خپل سفر وځنډاوه چې د امریکې په فضا کې د چین یوه جاسوسي غباره ولیدل شوه.

ټاکل شوې وه چې بلینکن د روانې اوونۍ په اخر کې د چین پایتخت بیجینګ ته سفر وکړي، خو تر سفر څو ګنټې مخکې یې هغه وخت دا سفر وځنډاوه چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکې په فضا کې د خپلې غبارې د الوځولو خبره تایید کړه.

اینټني بلینکن د جمعې په ورځ د چین یوه اعلی سفارتکار وانګ یي ته په ټیلیفون وویل چې د امریکې په فضا کې څارونکې غباره پرېښوول "د امریکې د خپلواکۍ او نړیوال قانون ښکاره سرغړونه" ده او دا یې یو "غیرذمه دارانه عمل" بللی دی.

بلينکن د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزير پارک جين سره ګډې خبري غونډې ته د وينا په مهال وويل، "چین ته زما د پلان شوي سفر په وخت [د بېجنګ] ددغه ګام اخیستلو پرېکړې هغو بنیادي خبرو اترو ته تاوان ورساوه چې موږ ورته تیار وو."

بلینکن زیاته کړه چې امریکا له چین سره په خبرو کې د برخې اخیستو ته اراده لري خو وایي اوس به هغه وخت بیجینګ ته بیا سفر کوي چې حالات برابر شي.

بېجینګ وایي دا "هوایي کښتۍ" ده چې د بادونو له امله یې لاره بدله کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له خوا په یو بیان کې ویل شوي:

"هوایي کښتۍ د چین ده. دا یوه سېول هوایي بېړۍ [غباره] ده چې د څیړنې لپاره کارول کیږي، په ځانګړي توګه د هوا معلومولو د اهدافو لپاره."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل بیان کې د امریکا فضایي حدودو ته د خپلې هوایي بیړۍ په ننوتلو افسوس ښکاره کړی او وایي دا کار د انسان له کنټروله د وتلي ځواک په وجه شوی دی.

ویاند وایي چين به له امريکا سره خپلو اړيکو ته دوام ورکړي او دغه غيرمتوقع حالت به په ښه توګه سمبال کړي.

د امریکې د دفاع وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي وو چې د چین د جاسوسۍ په غباره باندې نظر ساتي چې له ډېره لوړه ځایه د امریکې پر سر درول شوې او وایي داسې ښکاري چې حساس ایټمي مرکزونه څاري.

د امریکې یوه اعلی دفاعي چارواکي خبریالانو ته وویل، د ولسمشر جوبایډن، د دفاع وزیر لویډ آسټن او اعلی پوځي چارواکو په غوښتنه پر دې غور وشو چې دا غباره په نخښه کړل شي خو وروسته وویل شول چې پر مځکه د غبارې را غورځېدل به زیات شمېر خلک له خطر سره مخامخ کړي.

دغه امریکايي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې دغه غباره د امریکې په شمال لوېدیځ کې په داسې ځای کې الوزي چې هلته حساسې هوایي اډې او د تر مځکې لاندې د سټرېټیجیکو توغندیو ډیپوګان دي.

پېنټاګون وایي دا غباره یو سخت استخباراتي خطر نه دی، ځکه چې وایي دا د استخباراتي معلوماتو په راټولولو کې لږ اهمیت لري.

د دغه امریکايي چارواکي د معلوماتو له مخې، دغه غباره څو ورځې مخکې د امریکې فضا ته داخله شوې او امریکايي استخباراتو تر دې مخکې څارله. د امریکې د دفاع وزارت ویاند پټ ریډر وایي دا غباره لا هم د امریکې په فضا کې تر څارنې لاندې ده.

ریډر وایي غباره اوس مهال د هوایي ترېفیک په نسبت ډېره لوړه الوزي او په مځکه کې خلکو ته کوم پوځي یا فزیکي خطر نه پېښوي.

چین په تېرو وختونو کې هم امریکې ته خپلې جاسوسي غبارې استولې دي، خو یو امریکايي چارواکی وایي دا ځل د چین غباره د امریکې په فضا کې تر ډېر وخته پاته شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG