لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: پاکستان د ترهګرو د مخنیوي لپاره د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته پلاوی لېږي


دا تېر کال کابل ته د لېږل شوي پاکستاني پلاوي عکس دی.
دا تېر کال کابل ته د لېږل شوي پاکستاني پلاوي عکس دی.

واشنګټن ـــــ پاکستاني چارواکو د فرورۍ پر څلورمه وویل اسلام آباد په پام کې لري کابل ته د دې لپاره یو پلاوی ولېږي چې د افغان طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده څخه په پاکستان کې د ترهګرو په مهارولو یا کنټرولولو کې مرسته وغواړي.

د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف ځانګړي مرستیال فیصل کریم کونډي ویلي، دوه پلاوي به کابل او تهران ته ولېږل شي:

"له دوی به د دې خبرې د ډاډ تر لاسه کولو لپاره وغواړي چې خاوره یې د ترهګرو له خوا د پاکستان خلاف ونه کارول شي."

د پښتونخوا د پولیسو یوه اعلی چارواکي هم د نوم د نه ښوولو په شرط اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي چې دغه پلاوی به د طالبانو "له اعلی مشرتابه سره خبرې وکړي".دې چارواکي ویلي:

"کله چې موږ د اعلی مشرتابه خبره کوو، مقصد مو د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده دی".

تېر کال پاکستان د خپل یو پلاوي په وسیله د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر او د حقاني ډلې د اوسني مشر سراج الدین حقاني په منځګړتوب له پاکستاني طالبانو سره په کابل کې خبرې کړې وې او بیا ټي ټي پي ډزبندي هم کړې وه خو دا خبرې ناکامه شوې او دې ډلې بیا په پاکستان کې بریدونه پیل کړل.

پاکستاني چارواکي په داسې حال کې دا خبره کړې چې یوه ځانمرګي بریدګر د د جنورۍ پر 30مه د پېښور ښار د پولیس لاین په جومات کې په یو خونړي برید کې تر 100 کسان و وژل او 225 نور یې ټپیان کړل.

پاکستاني چارواکو تېره میاشت دعوه کړې وه چې د ایران پولې ته څېرمه د ډزو په پېښه کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو له ایرانه د ترهګرو خلاف د اقدام غوښتنه کړې وه.

پاکستاني طالبان ځانونه د افغان طالبانو نظریاتي ملګري ګڼي، ویل کېږي چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې دی او له هغه ځایه امر کوي، خو تر اوسه یې څېره رسنیو ته نه ده ښکاره کړې.

فرانس پریس خبري ایجنسۍ وایي د طالبانو له چارواکو یې د پاکستاني پلاوي د ورتګ په اړه پوښتنه کړې وه خو هغوی سمدستي په دې اړه څه جواب ور نه کړ. د ایران حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم د پېښور په چاودنه کې تحریک طالبان پاکستان لاس لرل رد کړي دي، خو د پاکستان مرکزي وزیرانو یې پړه پر دې ډلې ور اچولې دي او تور پورې کوي چې وسلوال یې په افغانستان کې دي او هلته یې دا حمله پلان کړې وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د فرورۍ په لومړۍ نېټه دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې پاکستان باید "ملامتیا پر بل چا نه واچوي." متقي په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو:

"د پاکستان له محترمو وزیرانو صاحبانو هیله کوو چې د خپل بام واورې دې د بل چا په بام نه ور اچوي، خپل مشکلات دې پخپل کور کې وګوري، موږ دا مشوره ورکوو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړي."

تر دې مخکې هم طالب چارواکو په وار وار دا خبره کړې چې هیڅ ترهګرۍ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په خلاف وکاروي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ بریدونه خصوصاً په هغو سیمو کې زیات شوي دي چې له افغانستان سره پوله لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG