لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت په پوځ اؤ عدلیه د تورونو لګولو لپاره د پینځه کلن بند قانوني مسوده تیاره کړې ده


مطبوعات وایي د پاکستان مرکزي حکومت د تعزیرات پاکستان اؤ کوډ آف کریمینل پروسیجر کې په ترمیم کولو د پوځ اؤ عدلیې بدناموونکو لپاره د پینځوؤ کالو د بند د سزا قانوني مسوده تیاره کړې ده.

مسوده کې ویل‌شوي څوک چې عدلیه، پوځ یا ددې د کوم غړي د سپکاوي او بدنامولو په غرض څه رقم بیان ورکړي یا معلومات خپاره کړي نو هغه به دبند دسزا وړ ګرځي.

پاکستاني سیاستمدارانو دا قانوني مسوده د جمهوریت په زیان بللې ده او وایي دا د رایې د اظهار په ازادۍ دبندیز یوه ناوړه هڅه ده.

پاکستان کې دپوځ اؤ عدلیې بدنامولو په سر د بند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده.

د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې لیکلي چې دا مسوده دقانون وزارت تیاره کړې ده چې ډیر زر به دکورنیو چارو د وزارت له لارې وزیراعظم اؤ مرکزي کابینې ته وړاندې کړل شي.

ډان ورځپاڼه وایي دغه قانوني مسوده په لاس ورغلې ده اؤ په هغې کې وړاندیز شوی چې دپوځ اؤ عدلیې په بدنامولو به یو تن ته دپینځه کاله بند ترڅنګ دلسو لکو روپو دجرمانې سزا هم ورکول کیدای شي.

کابینې ته په لیږل کیدونکې سپارښتنه کې ویل شوي چې هیواد کې په دې وروستیو کې د ریاست دځانګړو ادارو دبدنامولو اؤ سپکولو په خاظر په دې بې ځایه تورونه لګول کیږي چې په دې ادارو کې عدلیه اؤ پوځ شامل دي.

دقانوني مسودې له مخې د ذاتي ګټو لپاره سایبر مهم پیل کړل شوی چې مقصد یې دځانګړو ادارو اؤ دهغې دچارواکو پرضد کرکه اؤ تاوتریخوالی خورول دي.

دپاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې دبشري حقونو پخوانۍ مرکزي وزیرې شیري مزاري ددې قانوني مسودې سره مخالفت ښودلی اؤ په ټویټر یې لیکلي دا دجمهوریت لپاره نقصاني ده.

هغې لیکلي د ارویلین ریاست په جوړولو مونږ سیاستدانانو ته دا یاد ساتل پکار دي داسې رقم ګامونه مونږ ټولو ټولو ته زیان رسوي

دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند مهم مشر شاهد خاقان عباسي هم ددې قانوني مسودې سره مخالفت ښودلی اؤ ډاڼ ورځپاڼې ته یې ویلي چې دداسې وحشیانه قانون سازۍ ملاتړ نه شي کیدای.

تر دې وړاندې داسې یوه قانوني مسوده په اپریل کال2021 کې هم دقامي اسمبلۍ څخه منظور کړل شوې وه چې پکې په پوځ د تورونو لګوونکو لپاره د دوؤ کالو دبند اؤ جرمانې سزا تجویز کړل شوې وه خو ددغه قانوني مسودې سره ګڼو خلکو اؤ دبشري حقونو فعالینو سخت اختلاف ښودلی ؤ اؤ دایې د رایې څرګندولو دمخې نیولو یوه ناوړه هڅه بللې وه.

په پاکستان کې دپوځ عدلیې بدنامولو پسر دبند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده.

په پوځ که وخت په وخت د ترهګرو اؤ تندلارو ډلو دپاللو تورونه دسوشل میډیا دلارې مخې ته راغلي دي نو هلته د لوړ پوړو پوځي چارواکو په پنګو اؤ جایدادونو کې داضافې رپورټونه تر سترګو شوي دي خو پوځ مدام دغسې تورونه رد کړي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG