لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان مرکې ته د څېړونکو غبرګون: ترهګر د هغه د حکومت په وخت رایوځای شول


پخوانی وزیراعظم عمران خان د وي او اې خبریالې سارا زمان سره د مرکې په حال کې
پخوانی وزیراعظم عمران خان د وي او اې خبریالې سارا زمان سره د مرکې په حال کې

څيړونکي وايي دا چې د ترهګرو په بيا رايوځای کېدو کې ګني عمران خان څه کردار نه درلود، د حقيقت نه انکار کول دي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان د امريکا غږ انګريزۍ څانګې سره په خبرو کې ويلي چې کله پاکستان کې ترهګر رايوځای کېدل نو استخباراتي شبکې چېرته وې؟

عمران خان دا تورونه رد کړي چې ګنې هیواد کې د ترهګرو د بیا منظم کېدو ذمه وار د ده تېر حکومت دی او پوښتنه یې کړې ده چې هرکله ترهګر دلته بیا منظم کېدل نو د پاکستان امنیتي ادارې او استخباراتي شبکې چرته وې چې دغه ترهګر یې نه لیدل؟

هغه وایي که د ترهګرو په بیا منظم کیدو کې غفلت د امنیتي ادارو او استخباراتي شبکو و، نو بیا یې دی څنګه ذمه وار ګرځول کیږي.

خو څيړونکی او خبريال حق نواز وايي په هغه وخت کې عمران خان په مرکز او په خېبرپښتونخوا کې په واک کې وو، هم د دوی د حکومت په وخت کې وسله وال د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې رايوځای شول، نو بيا څنګه د دغه زمه وارۍ د اخېستو نه ډډه کوي؟

د وي او اې انګریزي برخې خبریالې ساره زمان سره په یوه ځانګړې مرکه کې عمران خان ویلي په افغانستان کې چې هر حکومت وي باید پاکستان ورسره ښې اړیکې ولري.

هغه وایي پاکستان د افغانستان سره 2500 کیلو میټره اوږده پوله لري او که د افغان حکومت سره د پاکستان اړیکې ښې وي، نو که په دغه پوله د ترهګرۍ څه رقم ستونزه پیدا کیږي، افغان حکومت به د پاکستان سره مرسته کوي.

څيړونکی او خبريال طاهر خان وايي د افغانستان سره په امن د اوسيدو په اړه د عمران خان خبره سمه ده، ځکه چې وړاندې هم د پاکستان لخوا په افغانستان تورونه لګېدلې چې وسله وال د هغه ځایه بريدونه پلان کوي، خو نوموړي وويل که دغه خبره اوس هم ومنل شي نو پاکستان ته به خپلې سيکورټي ته پخپله کتل وي.

عمران خان ویلي: "مونږ په داسې موقف کې نه یو چې د ترهګرۍ پر وړاندې بله جګړه وکړو. او یوازینۍ لار دا ده چې کابل مونږ سره یو څه کار وکړي ترڅو مونږ په ګډه دا مسله حل کړو".

عمران خان دعوه کړې چې هغه پخپله واکمنۍ کې غوښتل د افغانستان نه د 30زرو څخه نیولي تر40زرو د قبایلي سیمو بېځایه شوي کسان بیرته راستانه او دلته یې اباد کړي خو واضحه یې کړه چې دغه ټول کسان ترهګر نه و بلکې کورنۍ په کې شاملې وې.

د عمران خان دې خبرو ته حکومت يا د امنيتي ادارو لخوا څه جواب نه دی ويلی شوی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG