واشنګټن - پنځلس کاله مخکې، نور الله ستانکزی خپل ولایت – لوګر – ته ولاړ چې هلته د کلتوري او تعلیمي پروګرامونو دپاره یوه رېډيو پرانیزي.
خو د کله نه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک اختیار تر لاسه کړ، د نور الله ستانکزي رېډیو چې زینت اېف اېم نومیږي، د یو غیریقیني صورتحال سره مخ شوې ده.
اته څلوېښت (۴۸) کلن ستانکزی وایي: "زه په سنجیده توګه په دې غور کوم چې دا رېډیو بنده کړم." هغه زیاتوي چې که د رېډیو پروګرامونه جاري وساتي، نو په یو ستونزمن ماحول کې به ورته کار کول وي.
ستانکزی وایي: "اوس خو رېډیو خپرونې کوي، خو مونږ به د ډېرې مودې دپاره پروګرامونه جاري ونشو ساتلی. ممکن نن، سبا، یا یوه میاشت وروسته مونږ دا رېډیو وتړو."
زینت اېف اېم یو د هغو درېیو ځايي ريډیوګانو څخه ده چې لا هم د افغانستان سرښار جنوب پلو، په لوګر ولایت کې خپرونې لري. ستانکزی وایي دا ټولې رېډیوګانې د سیاسي او اقتصادي چلېنجونو سره لاس او ګرېوان دي.
د نور الله ستانکزي وینا ده چې په تفریحي پروګرامونو باندې پابندي لګېدلې ده او "مونږ له سنجیده اقتصادي مشکلاتو سره مخ یو. [افغانستان کې] د نورو [خصوصي] مېډیاګانو غوندې، مونږ هم هغسې سیاسي پروګرامونه نشو درلودلی کوم چې به مونږ د طالبانو نه وړاندې درلودل، او نه په چارواکو تنقید کولی شو."
دا قصه د افغانستان په ټولو سیمو کې روانه ده، چېرته چې طالبانو د مېډیا په طریقه کار محدودیتونه لګولي دي، هغو ته یې هدایات ورکړي چې ځانګړي مسئلو ته څنګه کورېج ورکړي، او په تفریحي پروګرامونو او د ښځو په غږ یې هم پابندۍ لګولي دي چې دغو ټولو محدودیتونو په افغانستان کې د صحافت کار ډېر سخت کړی دی.
د بې سرحده خبریالانو په نوم د رسنیو څارونکی تنظیم وایي چې په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې وړاندې، په هغه ملک کې پنځه سوه و دري څلوېښت (۵۴۳) رسنۍ موجودې وې، مګر د طالبانو د راتګ نه درې میاشتې پس، صرف درې سوه و دولس (۳۱۲) رسنۍ فعاله پاته وې.
په ډسمبر کې، طالبانو د وایس اف امریکه او د آزادي رېډیو پروګرامونه هم په اېف اېم څپو باندې بند کړل.
د جنوبي ایشیا د راپورټرانو د کلب او د صحافیانو فورم په اتحادیه کې د افغانستان د څانګې مشر ګل محمد ګران وي او اې ته وویل چې افغانستان کې اکثره خلک انټرنټ ته رسایي نلري او زیاتره سیمو کې بجلي نشته.
هغه زیاتوي چې د دې ستونزو له امله "رېډیو اوس هم په دې ملک کې تر ټولو مقبوله رسنۍ ده."
گران زیاتوي چې که څه هم ډېرې رېډیوګانې تړلی شوي دي، مګر خلک بیا هم رېډیويي پروګرامونو ته رسایي لري او د حالاتو په اړه معلومات د رېډیو نه اوري.
د پروګرامونو بدلون
نورالله ستانکزی وایي، د طالبانو د حکومت نه وړاندې زینت اېف اېم رېډیو شپه و ورځ پروګرامونه درلودل، مګر اوس یې پروګرامونه صرف دوولسو (۱۲) ګېنټو ته راکم شوي دي.
هغه وایي چې د رسنیو دپاره پخوا حالات بهتره و، او "مونږ زیاتې سیاسي خپرونې درلودې. مونږ کولی شول په حکومتي چارواکو تنقید وکړو، او معلوماتو ته رسایي هم بهتره وه."
په لوګر او نورو ولایتونو کې د طالبانو چارواکو خبریالانو ته ویلي دي چې هغوی حق لري په هرې مسئلې چې وغواړي، رپوټ جوړ کړي. مګر هغو ته دا خبرداری هم ورکړی شوی چې داسې هېڅ کوم خبر دې نه خپروني کوم چې د طالبانو په باور، حکومت کمزوره کولی شي.
ستانکزی وایي: "د نورو خبري رسنیو په شان، مونږ ته دا آزادي نشته چې په سیاسي مسئلو خبرې وکړو او یا حکومت باندې تنقید وکړو... که څه هم طالبان [په خوله] وایي چې «مونږ د اظهار رآی او مطبوعاتو د آزادۍ ملاتړ کوو»".
د افغانستان په نورو برخو کې صحافیان وایي چې طالبان له خبري رسنیو غواړي صرف هغه مسئلو باندې پروګرامونه جوړ کړي کوم چې طالبان یې کورېج کېدل غواړي.
ستانکزی وايي، بل لامل چې د دوی پروګرامونه یې اغېزمن کړي دي، هغه په موسیقي پابندي ده. ستانکزی زیاتوي: "هغوی حتی نه غواړي چې مونږ هغه رېډیویي ټرانزېشنونه یا کمرشل اعلانونه خپاره کړو کوم کې چې موسیقي شامله وي."
ستانکزي وي او اې ته وویل: "اول هغو (طالبانو) مونږ ته شفاهي وویل چې موسیقي یا د ښځو آوازونه دې نه خپروو. مونږ د یو رسمي بیان غوښتنه وکړه. بیا هغو یو رسمي نوټس راولېږه چې موسیقي او د ښځو آوازونه دې بند وي."
د آمدن کمېدل
په افغانستان کې رسنیو ته د بحث وړ موضوعات اوس محدوده شوي، او د نور الله ستانکزي رېډیو – زینت اېف اېم – اکثره د تعلیم، صحت، او مذهب اړوند پروګرامونه خپروي.
هغه وایي، دغه پروګرامونه په خصوص تعلیمي پروګرامونه، اوس تر پخوا زیات ضروري دي ځکه جېنکۍ سکولونو ته د تللو نه منعه کړی شوي دي.
د سیاسي او اقتصادي مشکلاتو له کبله، په دې رېډیو کې د کمرشل اعلانونو له درکه آمدن ډېر راکم شوی دی او د رېډیو سټېشن اته کارکوونکي، په شمول د دوو ښځو، هلته خپل کار د لاسه ورکړی دی.
ستانکزی وایي چې هغوی اوس رېډیو صرف په څلورو کسانو چلوي. هغه زیاتوي: "مونږ به پخوا خپل یو کارکوونکي ته د میاشتې شاوخوا دوه سوه نه واخله بیا تر دوه نیم سوو (۲۵۰-۲۰۰) ډالرو تنخوا ورکوله، خو اوس شاوخوا شپېته (۶۰) ډالره تنخوا ورکوو."
پخوا به د دوی په رېډیو کې د تجارتي اعلانونو یا کمرشلونو نرخ روزانه د ۲۳۵-۱۷۵ ډالرو پورې رسېده چې هغه به هم صرف د ورځې دوه ځله کمرشل خپرېدو دپاره و. مګر اوس یې نرخ ۲۳ ډالرو ته راټیټ شوی دی.
اوس که څه هم افغانستان کې د مېډیا ادارو آمدن کم شوی دی، مګر بیا هم دوی ته د بجلۍ بلونه، د کمرشل لایسنس دپاره فیس، او ټېکسونه ورکول دي.
ستانکزی وایي چې پخوا به حکومت د دوی سره امداد کولو، مګر اوس هغه مرستې نشته.
ستانکزی، چې اووه اولادونه لري، وایي هغه امید بایللی او په افغانستان کې یې د صحافت دپاره هېڅ آینده نظر ته نه راځي.
د زینت اېف اېم رېډیو مشر زیاتوي: "اوس ډېر امکان دا دی چې زه بېرته خپل کلي ته ولاړ شم او خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ موندلو دپاره، کرونده توب وکړم."
د دې رپوټ په جوړېدو کې د وي او اې افغان سروس برخه اخېستې ده.