لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب مشرانو خبرداری ورکړ چې د اسرائیل اقدامات به خطه کې تناوونه سېوا کړي


په تصویر کې: د مصر صدر عبدالفتاح السیسي، د فلسطیني انتظامیې صدر محمود عباس، او د اردن پاچا، دویم ملک عبدالله
په تصویر کې: د مصر صدر عبدالفتاح السیسي، د فلسطیني انتظامیې صدر محمود عباس، او د اردن پاچا، دویم ملک عبدالله

واشنګټن (رائټرز) - د عربي او اسلامي ملکونو لسګونو مشرانو او جګپوړو چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په بیت المقدس او مقبوضه لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو اقدامات، ممکن په خطه کې تناوونه سېوا کړي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی شوی چې دې وروستیو کې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ په تشدد کې اضافه راغلې ده.

په هغې غونډه کې چې د مصر په سرښار قاهره کې جوړه شوې وه او کوربه یې عرب لیګ تنظیم و، د مصر صدر عبدالفتاح السیسي، د اردن پاچا دویم ملک عبدالله، د فلسطیني انتظامیې صدر محمود عباس او ګڼ شمېر خارجه وزیرانو او جګپوړو چارواکو برخه اخیستې وه.

د مشرانو او چارواکو په کچه دا ناسته په داسې و وخت کې جوړه شوه چې په بیت المقدس او ترڅنګ یې په مقبوضه سیمو کې د تشدد خونړۍ پېښې رامنځته شوي او په تېرو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی. سږ کال تر اوسه په دې پېښو کې، د اسوشیټډ پرس خبري ادارې د شمار ترمخه، پنځه څلوېښت (۴۵) فلسطینیان وژل شوي او فلسطینیانو بیا لس تنه اسرائیلیان وژلي دي.

د قاهرې په غونډه کې برخه والو په بیت المقدس او مقبوضه وېسټ بنک یا لویدیځه غاړه کې د اسرائیل "یو اړخیز اقدامات" وغندل چې هغو کې د یهودیانو له اړخه د فلسطینیانو د کورونو ویجاړول او په مقبوضه سیمه کې خپل ځان ته د نویو کورونو جوړول هم شامل دي.

په ناسته کې برخې اخیستونکو، بیت المقدس کې د مسجد الاقصی ځای ته چې مسلمانانو او یهودیانو دواړو ته سپېڅلی دی، د اسرائیلي چارواکو ورتګ هم غندلی دی.

دې اظهاراتو ته تر اوسه د اسرائیل حکومت څه غبرګون ندی ښودلی.

د مصر صدر عبدالفتاح السیسي چې ملک یې تر ټولو عربي ملکونو وړاندې د اسرائیل سره سفارتکاري تعلقات قایم کړي دي، په نړېوالې برادرۍ غږ وکړ چې د اسرائیل او فلسطینیانو په منځ کې دې د دوو ریاستونو د جوړېدو منصوبه عملي کړي او د امن پروسې د بیا پيل کېدو دپاره دې یو عملي ماحول رامنځته کړي.

اسرائیل کې اوس د بنیامین نتینیاهو په مشرۍ یو سختدریځه ښي اړخی ائتلافي حکومت چلیږي او په دې ائتلاف کې داسې سیاستمداران هم شامل دي چې د فلسطینیانو د خود اختیارۍ خلاف دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG