لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن د بجینګ هغه دعوه رد کړه چې ګني امریکا د چین فضا ته بالونونه لېږلي و


د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي
د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي

واشنګټن - امریکا د ګل/دوشنبې په ورځ د بجینګ هغه دعوه چې ګني امریکاییانو تېر کال د چین فضا ته د لس ځله زیات د لوړې ارتفاع بالونونه یا غبارې لېږلې وې، په کلکه ردې کړې.

دا دعوې او غبرګونونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې څه باندې یوه هفته وړاندې، امریکا د خپلو ختیځو سواحلو په فضا کې د چین یو بالون/غباره وویشته او په سر یې د واشنګټن او بجېنګ ترمنځ ناندرې راولاړې شوې.

په وایټ هاوس کې د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي، اېم اېس اېن بي سي ټي وي سره په یوه مرکه کې وویل: "حقیقت نلري، دا کار نه کوو. بالکل حقیقت نلري. مونږ د چین دپاسه بالونونه نه چلوو."

امریکا او چین دواړه جاسوسي سټلایټونه لري، مګر د چین د خارجه وزارت ترجمان وانګ وېنبن په امریکا تور لګولی چې د چین فضا ته یې بالونونه لېږلي دي، مګر نور جزئیات یې ندي ورکړي چې هغو بالونونو باندې بیا څه وشول او یا هغو بالونونو د امریکا حکومت سره څه تعلق درلود.

چین دا منلې ده چې د دوی یو بالون اته ورځې د امریکا په فضا کې چلېده، او بیا د فرورۍ په ۴مه نېټه د امریکایي جټ جهازونو لخوا ساوټ کارولېنا ریاست ته نږدې اوبو سره وویشتل شو.

چین اوس هم دعوه لري چې هغه د موسمیاتو د تحقیق یو بالون و او ګني د خپلې لارې منحرف شوی و. مګر امریکا وایي د راغورځول شوي بالون ټوټې یې موندلي او دا معلوميږي چې د دوه یا درې بسونو په اندازه لوی، د جاسوسۍ یو نفیس بالون و.

د هغه نه پس، امریکا د جمعې د ورځې نه بیا د اتوار/یکشنبې تر ورځې پورې درې نور فضایي مشینونه د الاسکا ریاست، د کېنېډا هېواد او د کېنېډا او امریکا د سرحد په سر فضایي حدودو کې ویشتلې او راغورځولي دي.

امریکا تر اوسه د دغو وروستیو درېیو فضایي ماشینونو په اړه څه ندي ویلي چې د کوم ملک سره یې تعلق ساته.

امریکا د ګل/دوشنبې په ورځ دا هم وویل چې د منځني ختيځ په فضا کې یې هم چینایي بالونونه لیدلي دي، مګر د امریکا د ائیرفورس مشر یو جنرال ویلي چې په منځني ختیځ کې هغه چینایي بالونونه د کومې فکرمندۍ سبب نه و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG