لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ایس اېل وړومبۍ سیالۍ کې لاهور قلندرز، ملتان سلطانز ته په یوه منډه ماتې ورکړه


د ملتان په کرکت سټیډیم کې پیل شوؤ د پاکستان سپرلیګ په کرکټ سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې ملتان سلطانز ته په یوه منډه ماتې ورکړې ده.

د پي ایس اېل د اتم پړاو د پرانستې وړومبۍ سیالۍ کې ملتان سلطانز لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې 176منډې جوړې کړې وې چې جواب کې یې د ملتان سلطانز لوبډله د شپږو لوبغاړو د سوځېدو په تاوان په 175منډو جوړولو وتوانېده.

د ملتان سلطانز له لوري کپتان محمد رضوان تر ټولو زیاتې 75 منډې جوړې کړې،شان مسعود35،ډیوډ ملر25 اؤ کیرون پولارډ له سوځېدو پرته 19 منډې جوړې کړې.

د لاهور قلندرز کپتان شاهین شاه اپریدي،حارث روف،حسین طلعت اړ زمان خان یو،یو لوبغاړی وسوځولو.

تر دې وړاندې دلاهور قلندرز لوبډله دملتان سلطانز په بلنه وړومبی بیټنګ ته را ووتله اؤ په ټاکلو 20 اوورونو کې یې دشپږو لوبغاړو په تاوان 175منډې جوړې کړې.

د لاهور قلندرز فخرزمان تر ټولو زیاتو66 منډو جوړولو باندې بریالی شو، مرزا طاهر بیګ 32،حسین طلعت 20 اؤ شائي هوپ پرته له سوځېدو 19 منډې جوړې کړې.

سکندر رضا هم له سوځېدو پرته د19منډو په جوړولو بریالی شو.

د ملتان سلطانز له لوري احسان الله اسامه میر دوه،دوه،عقیل حسین او شاه نوازدهاني یو یو لوبغاړی وسوځولو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG