لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا د خپلې ټېکنالوجۍ د تحفظ دپاره د یو نوي مشترکه قوت اعلان وکړ
تازه خبر

امریکا د خپلې ټېکنالوجۍ د تحفظ دپاره د یو نوي مشترکه قوت اعلان وکړ


واشنګټن - د امریکا د قانون د تنفید یوې جګپوړې چارواکې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د یو داسې نوي قوت اعلان وکړ چې په هغه سره به د امریکا ټېکنالوجي د بهرنیو دښمنانو او قامي سلامتیا ته د نورو ګواوښونو په وړاندې محفوظه ساتل کیږي.

د امریکا د عدلیې وزارت نایبه، لیسا موناکو دا اعلان د لندن په چاتهام هاوس کې د یو تقریر په مهال وکړ.

مېرمن موناکو وویل چې دا نوی فورس به د عدلیې او د تجارت وزارتونو ترمنځ د مشترکه همکارۍ نتیجه وي او مقصد به یې دا وي چې دښمنان پرېنښودل شي چې د امریکا غوره ټېکنالوجۍ ته ضرر ورسوي.

د امریکا دویم لمبر سرکاري وکیلې، د ټېک ټاک اېپ په باب د فکرمندیو په اړه چې د ویډیو شریکولو یو چینایي اېپ دی، هم خبرې وکړې.

په امریکا کې د خارجي سرمایه کارۍ د چارو کمېټه چې د امریکا د حکومت لخوا جوړه شوې او د قامي سلامتیا په برخه کې یوه قوي اداره ګڼل کیږي، په ۲۰۲۰ کې د چین بایټ-ډانس نومې کمپنۍ ته امر وکړ چې ټېک ټاک دې تقسیم کړي (امریکا ته دې هم په کې سرمایه کارۍ ته اجازت ورکړي)، او وجه یې هغه وېره وه چې د اېپ کاروونکو ډېټا د چین حکومت ته رسېدلی شي او دا به د امریکاییانو په ګټه نه وي. ټېک ټاک کې د سرمایه کارۍ دا تقسیم تر اوسه ندی شوی.

یاده کمیټه او ټېک ټاک چارواکي د تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسي په دې خبرو بوخت دي چې د قامي سلامتیا په برخه کې یو اتفاق ته سره ورسیږي.

مېرمن موناکو چې په لندن کې خبرې کولې، وویل: "زه دا یادول غواړم چې زه ټېک ټاک نه استعمالوم، او هېچا ته به دا سپارښتنه ونه کړم چې ټېک ټاک استعمال کړي، او وجه یې همدا فکرمندۍ دي."

امریکا کې د عدلیې وزارت په دې وروستو کلونو کې خپله توجو دې کار ته ډېره کړې چې د ټېکنالوجي کمپنیو د مالکیت ساتنې په مد کې، جرمي قضیې عدالت ته وړاندې کړي.

د امریکا د قانون د تنفیذ چارواکو ویلي چې تر دې دمه، د امریکا د ټېکنالوجۍ کمپنیو او اقتصادي امن ته تر ټولو لوی خطر، چین پاته شوی دی.

د امریکا د عدلیې نایب وزیرې لیسا موناکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ په دې دريځ یو ځل بیا ټینګار وکړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG