لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګومل پوهنتون جينکۍ زده کوونکې وايي تل په جينکو ولې بنديزونه لګول کيږي؟


ګومل پوهنتون
ګومل پوهنتون

د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون کې په جينکو د بنديز په غبرګون کې جينکو زده کوونکو پوښتنې راولاړې کړي چې تل يواځې په جينکو بنديزونه لګي، په هلکانو ولې بنديزونه نه لګول کيږي او فعال وايي بايد په ذهنيت کار وشي نه چې په جينکو بنديزونه ولګول شي.

د ګومل پوهنتون انتظاميې د جینکو او هلکانو زده کوونکو په ګډو غونډو، او یو ځای ګرځېدو بنديز لګولی دی. په 15 فرورۍ جاري شوې د پوهنتون په اعلاميه کې ویل شوي جینکۍ زده کوونکې باید د زده کړو د څانګو د شريک ځای [کامن روم] او کلاسونو پورې محدودې پاتې شي او سرغړونې په صورت کې به یې پرضد کاروایي کولی شي.

خو جینکو زده کوونکو پوښتنه راولاړه کړې چې دا پریکړه یوازې د جينکو زده کوونکو پرخلاف ولې شوې ده چې تر مخه یې یوازې په جینکو بندیز لګول شوی.

د پوهنتون د زده کوونکو چارو مشر جبار خان تایید کړه چې جينکۍ زده کوونکې د هلکانو زده کوونکو سره د لیدو، ګډه ګرځیدو او ناستو څخه منع کړی شوي دي.

هغه وویل، زده کوونکي له خپلو اړوندو څانګو بهر په احاطه کې له ناستې منع کړی شوي دي او جينکۍ زده کوونکي بايد احتياط وکړي او تر ډیپارټمنتس پورې محدوده پاتې شي.

هغه زياته کړه چې دا پرېکړه "د جينکو زده کوونکو د خونديتوب لپاره ورسته له هغې شوې ده چې په دې وروستیو کې انتظامیې ته د جینکو له هلکانو سره له ډیپارټمنټ لرې په مېدانونو او سړکونو یو ځای ګرځېدو شکایاتونه تر لاسه شوي دي.

خو د پوهنتون زده کوونکې جینکۍ وایي دا پریکړه یواځې د جینکو پرخلاف ولې شوې چې ترمخه به یوازې په جینکو جرمانې لګول کیږي.

د پوهنتون د جرنلیزم ځانګې زدکوونکې مهرین خالد وویل، کله چې یې دا نوټیفیکشن ولیدو په خپله حیرانه شوله چې ولې یوازې جینکو بندیز لګول شوی، هغې وویل دغلته په پوهنتون کې ګډ درس ترلاسه کوي او دا به د دوی په زدکړو بدې اغیزې وکړي او دا د دوی د حقونو سرغړونه ده چې جینکۍ به د زندان په څېر په ډیپارټمنټ کې د ننه بندې وي.

یوې بلې زده کوونکې عاصمه خان وويل، دوی د وړاندې نه فشار سره مخ دي په بسونو کې د سفر پرمهال او پوهنتونونو کې ځورول کیږي او دا پریکړه به د جینکو پرخلاف نورې بدې اغېزې وکړي.

هغې وویل تر اوسه دغه ډول هیڅ قسم بندیز نه په هلکانو نه دی لګول شوی.

د جینکو د حقونو د پاره کارکوونکې د غېر دولتي ادارې یوه فعاله مانور ملک وایي دا پریکړه انتهایي د غندنې وړ ده ځکه دغلته د جینکو تعلیم د وړاندې نه ګواښونو سره مخ دی.

هغې وویل دا به د جینکو زده کوونکو د پاره نور مشکلات جوړ کړي او دا به د جینکو تعلیم په وړاندې غټ خنډ جوړ کړي.

هغې وویل دغلته د وړاندې نه د جينکو تعلیم ته کم ځای ورکړل کیږی او چې کوم خلک په جینکو تعلیم کوي هغه به دا فکر کوي چې پوهنتون دننه دا څه روان دي.

بل بیا د پوهنتون نه راوتلو وروسته بیا نوکریانو ته نه پرېښودل کیږي

هغې وویل له دې وړاندې د یو شمېر استازانو لخوا د جينکو ځورولوخبرونه مخې ته راغلي خو د هغوی مخه نیولو لپاره تر اوسه داسې ډول ګامونه نه دي اخستل شوي.

هغې وویل مسله په جینکو کې نه ده په خراب ذهنیت کې ده او د دغه ذهنیت مخنيوی دې وشي.

خو جبار خان وایي هلکان خو ازاد وي او دا بندیز یواځې په جینکو ځکه لګول شوی چې دوی د هر قسمه بدو نه خوندي وساتي.

د کال 2021 د جنورۍ په میاشت کې د خېبرپښتونخوا په باچا خان او هزاره پوهنتونونو کې د جينکو او هلکانو زده کوونکو دپاره د جامو اغوستو قاعدې جاري کړی شوې وې.

په هغه يو شان اعلاميه کې ويل شوي وو، چې جينکۍ به توره برقع يا عبايه، کميس پرتوګ او کارډ لازمي اغوندي د جينز پېنټس په اغوستلو او په مېک اپ یا سينګار بندېز لګول شوی وو.

او هلکانو ته د کميس پرتوګ، کوټ، پېنټ او واسکټ د اغوستلو ويل شوي وو.

هغه وخت هم په پوهنتونونو نيوکې شوې وې او ويل شوي چې په پوهنتونونو کې د جامو په ځای بايد ښه زده کړو او ساينسي اسانتیاو ته پاملرنه وشي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG