لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي روس په اوکراین کې د انسانیت ضد جرایم ترسره کړي دي


د امریکا نایب صدره کماله هيرېس په میونخ کنفرانس کې د وینا په مهال
د امریکا نایب صدره کماله هيرېس په میونخ کنفرانس کې د وینا په مهال

امریکا په رسمي ډول اعلان کړی چې اوکراین کې روس د انسانیت ضد جرایم ترسره کړي دي.

د میونخ امنیتي کانفرنس ته خپله تاریخي وینا کې د امریکا نایب صدرې کماله هیرېس چې وکیله هم پاتې شوې، په اوکراین کې د عام اولس پرضد د روس لخوا ترسره شوو جرایمو باندې پوره تفصیل وړاندې کړو.

هغې هغه شواهدو ته اشاره وکړه چې په کې تېر کال فرورۍ میاشت کې د روس لخوا یرغل نه څه موده وروستو د اوکراین په بوچا سیمه کې موندل شوي متاثرین، په میري پل کې هغه روغتون چې په کې ماشومان زېږول کیږي، د مارچ په میاشت کې په هغې بمباري چرته چې درې تنان سره د یو ماشوم وژل شوي وو، او په څلور کلنې ماشومه د روس یوه عسکر لخوا جنسي تیری شامل وو کوم چې ملګرو ملتونو یې هم تصدیق کړی دی. میرمن هیرېس د دې جرایمو غندنه وکړه او دا اعمال يې غیر انساني او د جبر نه ډک وبلل.

دې زیاته کړه امریکا به د اوکراین سره د دغه ډول جرایمو په پلټنو کې مرستې جاري ساتي. دې ویل، "زه هغه ټولو ته وایم چې دا جرایم يې ترسره کړي او د هغوی باداران چې ورسره دې جرایمو کې شریک دي تاسو نه اختنه پوښتنه کیږي."

امریکايي سینیټر لینډسی ګراهم چې دغه کانفرنس کې ګډون لري، د کماله هیرېس خبرې تایید کړې.

په میونخ کې د خبریالانو سره خبرو کې نوموړي وویل د نایب صدرې نننۍ وینا د میونخ امنیتي غونډې په تاریخ کې د انتهايي مهمو ویناګانو څخه یوه وه.

ښاغلی ګراهم وايي په اوکراین کې د جګړې په اړه چې چینایانو څه اویل دغه ډیر مهم دي، هغوي دا خبره رد کړه چې ګنې په دغه جګړه کې جوهري وسله کارول شوې، مگر زیاتوي "کومه خبره چین کړې او کومه چې نایب صدرې کماله هیرث کړې، دا د روس لپاره ډیره بده ورځ ده."

امریکا لپاره د اوکراین سفیري اوکسانه مارکورووا د وایس اف امریکا اوکرایني څانګې خبریالې تاتیانه وروزکو سره مرکه کې د خالي په ورځ د میرمن هیرېس د وینا ستاینه کړې.

دې ویلي؛ که په اوکراین کې جنګي جرایم دي، که یرغل دی، که بشر وژنه ده او که نور هغه جرمونه چې روس ترسره کړي، دا ډیره مهمه ده د اوکراین لپاره چې ددې تپوس پوښتنې د روس نه اوکړي.

د اوکراین سفیره زیاتوي: "زمونږ د ټولو لپاره مهمه ده او هم دغه خبره نایب صدر کماله هیرېس هم کړې چې د دوی یعنې روس څخه دې د دې جرایمو تپوس پوښتنې اوشي او دا د هرچا لپاره مهمه ده څوک هم چې په دې اقدارو یقین لري".

د شواهدو وړاندې کولو په وخت د امریکا نایب صدرې د امریکا خارجه وزارت د جګړې مشاهده کولو د یو پروګرام راپور هم وړاندې کړو چې د روس د څار او واک لاندې په زرګونو اوکرایني ماشومان د روس د حکومت د کنټرول لاندې سیمو ته اړول شوي.

د دغه راپور په لوستلو سره هغې اویل د روس په کړنو مخ په زیاتیدو شواهد ښکاره کوي چې د کرملین مقصد د اوکراینیانو شناخت، تاریخ او کلتور باندې سترګې ورپټول او د خپو لاندې کول دي.

دې اویل چې په اوکرایني ماشومانو د پوټين ورتپل شوې جګړه به تر نسلونو یاد ساتل کیږي. میرمن هیرېس وايي امریکا به اوکراین سره ولاړه وي او څومره چې کیداۍ شی د روس په دې ناوړه ګام به ددوي نه د حساب کتاب اخستلو خبره کوي.

نور نړېوال غبرګونونه

د ملګرو ملتونو د بشر وژنو د مخنیوی دفتر ترمخه په نړیواله لوظنامه کې د انسانیت په ضد د جرایمو خبره په رسمي توګه نه ده شامل کړی شوې،په دې له هم د جرایمو نړیوال عدالت او نور نړیوالو ادارو کې بحث روان دی.

ملګري ملتونه وايي د بشر وژنې په مقابل د انسانیت په ضد جرایمو کې مهمه نه ده چې یوه مخصوص ډله په هدف شي. بلکه بغیر د کومې ډلې سره د تړاؤ یا شناخت د یوې حملې هدف عام انسان هم کیدلی شي.

د جمعې په ورځ د ډیموکرټک ګوند د ویسټ ورجینیا نه سینیټر جويې منچین او یو ریپبلکن شیلي مور کپیټو په سینیټ کې د یو قرارداد د لارې په اوکراین کې د روس جګړه بشر وژنه بللې.

ښاغلی منچین اوویل د اوکرایني خلکو په ضد د پیوټن نااعلانه شوی یرغل او د جګړې بوګنونکي فعالیتونه د بشر وژنې پورې رسیدلي دي.

د هغه وینا وه چې، "دا د نړۍ یو قوت او جمهوري مشر په هیث زمونږ ذمه واري ده چې د خپلو ملګرو سره مرستې اوکړو او د اوکرینیانو په خونریزۍ به مونږ ارومرو د روس نه تپوس پوښتنه کوو."

د اوکراین د جنګ حالات

اوکرایني پوځيانو په ختیز کې په یو ورکوټي ښار بخموت باندې د روس لخوا د حملې مخه نیولې او دوۍ د نورې وسلې غوښتنه کوي.

رایټرز خبري ادارې ته بخموت سره نزدې په واورو کې ولاړ د اوکراین یو پوځي دیمترو وايي مونږ ته نور جنګي الات راکړۍ، نووره وسله راکړۍ او مونږ به د روسايي قابضینو سره جنیګږو او مونږ به تباه کړو.

د اوکراین سترڅارنوال ویلي د زیارت په ورځ په عام ودانیو روس میزایلې او راکټې ګوزار کړي دي چې پکې درې تنه وژل شوي دي، دغې کې دوه ښځې هم شامل وې.په یاده پیښه کې نهه کسان نور ژوبل شوي.

د روس پوځ د تیرو څو میاشتو راهسې د بخموت ښار د نیولو هڅه کوي او بمبارۍ کوي چرته چې تر 70 زور پورې خلک ژوند کوي.

د خالي په ورځ د میونخ غونډې ته د برطانیی وزیراعظم ریشي سوناک په نړیوال مشرانو باندې زور ورکړو چې د روس د حملو څخه اوس او په اینده کې د اوکراین او پاتې اوروپا د حفاظت لپاره نوره وسله او ضمانتونه ورکړي.ده زیاته کړه هم دا وخت دی چې مونږ خپل پوځي کمک دوه غبرګه کړو.

اوکراین ته په سمدستي توګه د وسله ورسولو د کیف لخوا د خبرداري ورستو اروپايي اتحاد په بیړنۍ توګه اوکراین لپاره د وسلو بندوبست ته هلې ځلې شورو کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG