لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او چین ترمنځ د کشیدګیو د کمولو هڅه: خارجه وزیرانو یې ملاقات وکړ


واشنګټن - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د خالي/شنبې په ورځ د چین د خارجه وزیر وانګ یي سره د جرمني په مونیخ ښار کې ملاقات وکړ او ورته یې وویل چې د چین د لوړ پروازه څارونکي بالون په ذریعه د امریکا د فضایي حدودو خلاف ورزي باید هېڅ کله تکرار نشي.

د امریکا خارجه وزارت ویلي چې دا ملاقات شاوخوا یوه ګېنټه اوږد شو او په دې لړ کې ښاغلي بلېنکن د چین جګپوړي سفارتکار ته، نېغ په نېغه او سپینې خبرې وکړې.

د امریکا د خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس د دې ملاقات نه پس په یو بیان کې وویل: "خارجه وزیر [انټني بلېنکن] واضحه کړه چې امریکا به پخپلې خودمختارۍ باندې د هر ډول خلاف ورزۍ په وړاندې ودریږي، او بله دا چې د چین د لوړ پروازه څارونکي/سروېلانس بالون پروګرام – کوم چې په پنځو براعظمونو کې د څه باندې څلوېښتو (۴۰) ملکونو په فضایی حدودو کې یې دخل اندازي کړې ده – اوس نړۍ ته رسوا شوی دی."

د نېډ پرایس وینا وه چې ښاغلي بلېنکن د چین خارجه وزیر وانګ یي ته دا خبرداری هم ورکړ چې، "که چین د روس دپاره د وسایلو مرسته وکړي یا د پابندیو نه د خلاصون د لارو چارو په مد کې ورسره امداد وکړي، نو دا به [د چین دپاره] اثرات او نتایج ولري."

د چین سرکاري خبري مېډیا رپوټ ورکړی چې د هغه ملک خارجه وزیر وانګ یي، د امریکا په خواهش د بلېنکن سره ملاقات کړی، او بل دا چې ښاغلي وانګ د چین "کلک موقف" ورته بیان کړی او د امریکا نه یې غوښتي چې "لاره بدله" کړي او د امریکا لخوا د "طاقت د غلط استعمال" له وجې چې دوه اړخیزو تعلقاتو ته کوم زیان رسېدلی، هغه دې بېرته مرمت کړي.

د امریکا او چین خارجه وزیرانو دا ملاقات د مطبوعاتو د نظرونو پټ تر سره کړی او داسې ښکاري چې دواړه ملکونه کوښښ کوي خپل ترمنځ پیدا شوي تناوونه راکم کړي.

دا ملاقات چې جرمني کې د مونیخ امنیتي کنفرنس سره په خوا کې شوی دی، د امریکا له اړخه د چینایي بالون/غبارې د رانسکوره کولو وروسته د دواړو ملکونو د جګپوړو سفارتکارانو اولنۍ لیدنه ګڼل کیږي.

بل اړخ ته د خالي/شنبې په ورځ د امریکا نایب صدرې کامېلا هېرس وویل چې د کله نه روس په اوکراین یرغل کړی دی، بجینګ د روس سره خپل تعلقات لا پسې مضبوطه کړي چې دې خبرې امریکا پرېشانه کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG