لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د تورخم دروازه تړلې


په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي، د تورخم دروازه یې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې ده، د طالبانو د تورخم کمشنر ويلي پاکستاني اړخ خپلې ژمنې نه دي پوره کړي ځکه د مشرانو په لارښوونه یې دروازه تړلې ده. په تورخم د پاکستان تحصیلدار د دروازې تړل تاييد کړي او ويلي یې دي سهار په پوله ډزې هم شوي خو وروسته ډز بندي شوې او خبرې روانې دي.

د تورخم تحصيلدار غنچه ګل نن د ګل/دوشنبې په ورځ [20 فرورۍ] وي او اې ډيوه ته وويل، چې تېره شپه طالبانو دروازه د ګاډو دپاره بنده کړې او نن سهار یې بيا د هر ډول تګ راتګ دپاره بنده کړې ده.

هغه وویل سهار بيا د دواړو خواو نه ډزې هم شوي خو کومه مرګ ژوبله پکې نه ده اوښتې.

نوموړي وويل، "درې څلور ورځې مخکې په دروازه د افغانستان د لوري نه د ناروغانو سره د بل تن په راتلو مسله جوړه شوې وه، د ورځې 100 مريضان راځي په مریضانو پابندي نشته خو هغوی ویل چې د مريض سره به بل تن راځي، پاکستان لوري ورته بيا ویلي چې کوم مريض ګرځېدی شي هغه به يواځې راځي خو هغوی ورسره د بل تن خبره کوي او بيا تيره شپه د طالبانو د لوري دروازه بنده کړی شوې ده".

غنچه ګل سهار نزدې په 11 بجې وویل دا وخت ډز بندي شوې او د دواړو غاړو خبرې روانې دي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر تيره شپه ناوخته په ټویټر ويلي "د تورخم پوله د هر ډول تګ راتګ په موخه تړل شوې خلک دې تر بلې خبرتيا له تګ راتګ څخه ډډه وکړي".

د ياد ټويټر څخه بيا ويل شوي چې په تورخم د طالبانو کمشنر [کميسار] محمد صدیق ویلي، تورخم دروازه هر ډول تګ راتګ، ټرانزيټي او سوداګريزو موټرو پرمخ تړل شوې ده، هغه زیاته کړې چې پاکستاني اړخ خپلې ژمنې نه دي پوره کړي ځکه یې د مشرانو د لارښوونې سره سم دروازه تړل شوې ده.

خو د محمد صديق لخوا نه دي ويل شوي چې پاکستان کومې ژمنې نه دي پوره کړي.

څيړونکی خبريال طاهر خان وايي، پ"ه سوداګريزو ګاډو دروازې بندول د مسلې حل نه دی پکار ده چې د دومره اهمې فېصلې وجوهات بايد روښانه وي، خو که هر څه وي دراوزه بندول د مسلې حل نه دی عام خلک ورسره اغېزمن کيږي په سوونو ګاډي ځي راځي 100 ناروغان راځي، پخوا که پاکستان دا کار کړی دی سم یې نه دي کړي او که اوس یې طالبان کوي ښه نه کوي".

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم او چمن دروازې وخت په وخت د دواړو خواو نه تړل شوي دي.

د تېر کال نومبر په میاشت کې د افغانستان سره د چمن په پوله د يو پاکستاني امنيتي عسکر د وژنې د پېښې وروسته دروازه د يوې اوونۍ پورې تړل شوې وه.

له دغې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او تګ راتګ دپاره د خېبرپښتونخوا د کورمې ضلعې او پکتيا ولايت ترمنځ په پوله د ځمکې په سر د شخړې د يوې پېښې وروسته د تجارت او تګ راتګ دپاره د خرلاچي پولې لاره هم تر لسو ورځو دپاره تړل شوې وه.

له دغې وړاندې په کال 2021 کې پاکستان د تورخم پوله هغه وخت تړلې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي وو او د هغې نه مخکې د کرونا په مهال هم پاکستان د تورخم دروازه تړلې وه.

پاکستاني او افغان تجاران وايي، د دروازو تړلو له امله تر ټولو زیات تاوان سوداګرو او تجارت ته اوړي بايد پولې د سياسي شخړو ښکار نه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG