لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: که طالبان په نوي تعلیمي کال کې نجونې تعلیم ته پرې نه ږدي ځان ته به زیان و رسوي


واشنګټن ــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» وایي را روانه میاشت چې په افغانستان کې نوی تعلیمي کار پیلېږي که طالبان د نجونو سکولونه او پوهنتونه خلاص نه کړي دا د بشري حقونو سرغړونه او خپل حکومت ته زیان رسول دي.

د مارچ پر 21مه هر کال په افغانستان کې نوی تعلیمي کال شروع کېږي خو سږ کال طالبانو تر اوسه دا نه دي ویلي چې تر شپږم ټولګي پورته د سکول او د پوهنتون جینکو ته به بیرته د تعلیم اجازه ورکړي که نه.

یوناما د فرورۍ پر 21مه پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼه لیکلي چې یوه میاشت وروسته به نوی تعلیمي کال پیل شي، خو وایي د طالبانو د اوسنۍ پرېکړې په بنیاد به سکولونه او پوهنتونونو د نجونو او ښځو لپاره بند وي. یوناما لیکلي:

"د میلینونو نجونو او ښځو پر وړاندې به [د دغو تعلیمي ادارو دروازې] بندې وي. دا عمل له بشري حقونو سرغړونه او [د طالبانو په لاس خپل] ځان ته زیان رسول دي."

طالبانو د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته نه یواځې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم ځنډولی بلکې پر ښځو یې هم هراړخیز بندیزونه لګولي او په غیرسرکاري ادارو کې یې له کارونو منع کړې دي چې له کبله یې د نړۍ هیڅ هېواد تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د طالبانو له واکمنو چارواکو غوښتنه کړې ده چې سر له اوسه دې لا "د ژوند خوندي کولو، د معیشت ښه کېدو او راتلونکي لپاره" په کار لاس پورې کړي.

طالبانو تر اوسه د یوناما تازه غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو د تعلیم وزارت یې هغه ویلي وو چې دوی د نجونو د سکولونو د بیرته پرانیستلو په اړه پر یو هراړخیز پلان کار کوي چې په یو مناسب چاپېریال کې نجونو ته د تعلیم بندوبست وکړي، خو تر څه باندې یو کال تېرېدو وروسته یې هم لا د دې پلان د بشپړېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت په تېره جنورۍ میاشت کې په یو بل فرمان کې د افغانستان شخصي پوهنتونونو ته امر کړی وو چې نجونو ته د راتلونکې میاشتې په داخله امتحان کې تر بل امر پورې د ګډون اجازه ورنه کړي.

د طالبانو دغې او د ښځو پر تعلیم د بندیزو نورو پرېکړو په نړیواله کچه زیات غبرګونونه را پارولي او دا یې نه یواځې د افغانو ښځو د بنیادي بشري حقونو سرغړونه بللې بلکې "غیراسلامي" پرېکړې یې بللې دي.

د اسلامي همکاریو له سازمان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو سره سره امریکې، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ګڼ شمېر نورو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د نجونو د سکولونو او پوهنتونونو د بندېدو غندنه کړې او پر طالبانو یې د بیرته خلاصولو ټینګار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG