لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي دوی د تورخم دروازه پرانیستې خو پاکستان تړلې ده


په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي دوی د خپلې لوري د تورخم دروازه پرانیستې خو اوس د پاکستان د لوري تړلې پرته ده. په پوله پاکستاني چارواکو تاييد کړې چې د دې لوري دروازه تړلې ده چې څو پورې ورته د اسلام اباد څخه نه وي ويل شوي دوی دروازه نه شي خلاصولی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم غټه لاره نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په پينځمه ورځ د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې پرته ده.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر په ټویټر ویلي، د دوی "له لوري له خلاصېدو وروسته پاکستاني لوري تړلې هیله ده چې تر بلې خبرتیا پورې هېواد وال له تګ راتګ څخه ډډه وکړي".

په 19 فرورۍ طالبانو د تورخم دروازې بندولو ويلي وو.

پرون د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ يو جګپوړي د کابل سفر کړی چې ورسره په پلاوي کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرل نديم انجم هم مل وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر د دغه سفر په اړوند ويلي وو، "پاکستاني پلاوي په افغانستان کې د [طالبانو] عبوري حکومت د مرستیال وزيراعظم ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د دفاع وزیر ملايعقوب، او کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني او بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي سره ليدلي وو.

پاکستان ويلي "په ليدنه کې په سیمه کې د ترهګرۍ په زیاتېدونکي ګواښ، تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان په اړوند خبرې شوي دي".

په خبر کې ویل شوي "دواړه لوري په دې سلا شوي د بېلابيلو ډلو او ګروپونو لخوا د ترهګرۍ د ګواښ د مخنيوي دپاره موثره همکاري کوي".

د بهرنيو چارو وزارت دا هم ويلي چې دواړه غاړې په دې هم سلا شوي چې دوه اړخيزه اړیکې به پياوړې کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ليدنې په اړه بيان کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان نومونه نه دي ياد کړي او ويلي یې دي چې "د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګڼو د لېوالتيا وړ مسايلو باندې مفصلې خبرې" شوي دي.

هغه ويلي، "په ناسته کې دواړو لوريو پرامنيتي اندېښنو، په افغانستان کې د ډرون په الوتنو، د مخالفه وسله والو ډلو په فعاليت واضحې او تفصيلي خبرې" شوي دي.

مجاهد ويلي، "په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ټرانزټ، تجارتي او اقتصادي اړیکو، او د کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ پر ستونزو او پاکستان کې د افغان مهاجرينو د مشکلاتو ترڅنګ په سوداګريزو مسلو هم خبرې شوي" او ويل شوي "چې سوداګريز مسايل بايد د سياسي ستونزو لرې وساتل شي".

د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر مرستیال مشر خان جان الکوزي پرون وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي وو، دا د افسوس خبره ده چې د پاکستان او افغانستان تجاران تل د سياسي او امنيتي شخړو څخه اغېزمن شوي، اوس چې تورخم تړل شوی د سوداګرۍ او ټرانزټ په برخه کې د ورځې لس ملينه افغانۍ دواړو خواو ته په دوه ورځو کې تاوان اوښتی دی او که دا مسله اوږديږي نور تاوان اوړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:51:22 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG