لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چین کې د کولې کان نړېدلی، لږ تر لږه پینځه مزدوران پکې وژل شوي او 48 کسان لا هم ورک دي


واشنګټن ــــ د چین سرکاري رسنۍ وایي د هېواد په شمالي سیمه «اِنر منګولیا» کې د کولې د یوه کان یا درنګ د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي او تر پېښې یوه ورځ وروسته 48 کان کیندونکي لا هم ورک دي.

د چین سي سي ټي وي وایي دا پېښه د پرانیستې کندې په یو کان کې شوې ده چې د شینجینګ کول ماین په نوم کوچنۍ ځایي کمپنۍ یې چلوي، وایي کان د مځکې ښویېدو له کبله نړېدلی دی چې لسګونه کارګر پکې تر خاورو لاندې شول.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د چین سي سي ټي وي د امنیتي کېمرې وېډیوګانې ښکاره کړې چې پکې ښکاري د غره له یوې غاړې د کان کندې ته د ډبرو او خاورو لویه برخې را لوېدلې چې یو شمېر مزدوران او ټرکونه تر لاندې شوي دي.

سرکاري رسنۍ وایي د ژغورنې د ادارې 300 کارکوونکي په سیمه کې د درنو مشینونو او ژغورونکو سپیو په وسیله په بند پاته کان کیندونکو پسې لټون کوي او د را ایستلو چارې یې تر سره کوي.

د چین د روغتیا مرکزي کمیشن د چارشنبې- شورو په ماښام وویل چې له ماین څخه شپږ ټپي شوي کسان ژغورل شوي دي. په روغتون کې داخل یو کان کیندونکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ سي سي ټي وي ته ویلي:

"ما غرمه په 1:15 بجو کار پیل کړی وو چې ومې لیدل د غره څخه ډبرې را لوېدلې، حالت د وخت په تېرېدو نور پسې خرابېده، زموږ د را ایستلو کار چې شروع کېده هغه وخت ډېر ناوخته وو او غر را نړېدلی وو."

رویټرز خبري ایجنسۍ وایي کوله یا د ډبرو سکاره په چین کې د انرجۍ لویه سرچینه ده، خو وایي دغه کانونه د نړۍ تر ټولو خطرناک دي او په تېرو کلونو کې د حکومت د بیا بیا حکم باوجود د کارکوونکو د خوندیتوب معیارونه پکې کمزوري دي.

د چین سرکاري رسنۍ وایي صدر شي جینپینګ د چارشنبې- شورو په ورځ تر خاورو لاندې د کارګرو د موندنې او ژغورنې امر کړی، خو وایي بېګا ماښام په دویم ځل د مځکې ښویېدو د ژوندي پاته کسانو د موندنې کار له خنډ سره مخ کړی دی. صدر شي ویلي:

"موږ بايد د ورکو کسانو د ژغورنې او د ټپيانو د علاج لپاره هر ډول ممکنه هڅې وکړو."

د چین وزیراعظم لي کيچيانګ هم غوښتنه کړې ده چې په بیړنۍ توګه دې څېړنه وشي او د کان د نړېدو سبب دې معلوم کړل شي.

د رویټرز په وینا د چین کانونه له تېر کاله راهیسې هڅه کوي د حکومت په غوښتنه د کولې رسد یا سپلای زیاته کړي او قیمتونه یې پر ځای وساتي.

اټکل کېږي د چین حکومت به په 2022م کال کې د 260 میلین ټنه کولې د کیندنې د صلاحیت مسوده منظوره کړې وي. «اِنر منګولیا» د چین تر ټولو لویه د کولې د پیداوار سیمه ګڼل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG