لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"بې مثاله یخني" او په ازبکستان کې د ګېسو او بجلۍ کموت – خلک په حکومت تنقید کوي


د ازبکستان په کلیوالي سیمو کې د بجلۍ لوډشېډنګ معمولي خبره پاته شوې، مګر په دې وروستیو کې د تاشقند په شمول ښارونو کې هم خلک د بجلۍ کموت سره مخ شوي دي (د ازبکستان د انرجۍ وزارت)
د ازبکستان په کلیوالي سیمو کې د بجلۍ لوډشېډنګ معمولي خبره پاته شوې، مګر په دې وروستیو کې د تاشقند په شمول ښارونو کې هم خلک د بجلۍ کموت سره مخ شوي دي (د ازبکستان د انرجۍ وزارت)

واشنګټن - ازبکستان چې د منځنۍ اسیا تر ټولو د زیاتې آباتۍ لرونکی هېواد ګڼل کیږي، سږکال داسې د یخنۍ ډک ژمي او د انرجۍ اوږدمهاله کموت سره مخ شوی چې د هغه ملک خلکو ته تر دې وړاندې داسې کوم حالت یاد ندی.

د دې بحران په اوج کې چې ډسمبر او جنوري میاشتو کې و، د ازبکستان په مختلفو علاقو کې خلکو وي او اې ته وویل چې حکومت د خپلو بنیادي ذمه واریو په سرته رسولو کې ناکامه شوی، او "داسي یو وخت کې چې سخت ضرورت موجود دی" بجلي او ګېس خلکو ته نشي رسولی.

یو ۲۸ کلن ځوان چې په سرښار تاشقند کې د آی ټي برخې ماهر دی، د وي او اې سره خبرې وکړې خو ملک کې د نورو خلکو په شان، د حکومت د انتقامي ګام د یرې یې وغوښتل چې په رپوټ کې یې صرف یو نوم – ډایور – یاد کړی شي. ډایور وویل: "زه هېڅکله په ریاست باندې دومره غوسه نه وم. اوس ماته هېڅ ارزښت نلري. زه په دې پوهېږم چې زمونږ د اکثره مسئلو د حل دپاره وخت ته ضرورت شته، خو نشم کولی چې په کور کې د بجلۍ او ګېسو د نشتون سره مقابله وکړم. آیا ریاست ته په کار نده چې لږ تر لږه یو د دغو (ګېس یا بجلي) مونږ ته سپلائی کړي؟ موږ یې پیسې ورکوو!"

بل اړخ ته حکومتي چارواکي بیا وایي چې د دې ستونزو سبب، بې مثاله یخني ده – کوم چې د ازبکستان په میډیا کې یو "بې ترتیبه ژمی" یادیږي. مګر خلک په دې خبرې باندې قناعت نکوي.

د تاشقند ښار مضافات: دا ځل ازبکستان کې سخته یخني راغلې چې حکومت یې بې مثاله ګني
د تاشقند ښار مضافات: دا ځل ازبکستان کې سخته یخني راغلې چې حکومت یې بې مثاله ګني

د تاشقند یو بل ناراضه اوسېدونکی، ۳۴ کلن یونس وایي: "زه دوه کاله وړاندې د یورپ نه راغلم ځکه فکر مې کولو چې ازبکستان سهي جهت ته برابریږي. کله چې صدر شوکت میرضیایوف وویل چې مونږ یو نوی ازبکستان جوړوو، نو زما ورباندې اعتبار وشو. مګر څو هفتې په ازبکستان کې ګېس او بجلي نه وه. داسې ښکاري چې حکومت یې پروا نکوي."

ازبک صدر په ډسمبر میاشت کې د تاشقند له مېئر (ښاروال) سره د هغه ښار په مرکزي سیمو کې وګرځېد او خپلو ماتحت کارکنانو ته یې په دې دلیل چې ولې د خلکو سم خدمت نه کوي، سختې خبرې وکړې. هغه وویل، "د ځینو غیرذمه وارو چارواکو د لاسه، زمونږ ټول نظام بدنامه کیږي."

په بله میاشت کې د تاشقند ښاروال د خپلې عهدې نه لېرې کړی شو.

د ازبکستان حکومت دا خبره مني چې سږکال د ژمي موسم خلکو ته ډېر سخت راغلی دی، ځکه د ګېسو فشار ټیټ دی، د بجلۍ لوډشېډېنګونه لیدلی کیږي، او د سون توکي هم لږ دي. د انرجۍ وزیر وایي، څو څو شیان د دې سبب شوي چې دا حالت مخې ته راشي: د سپلائی کچه د تقاضې تر کچې کمه ده، بنیادي اډانو کې ناکامي لیدلی کیږي، د ګېسو او بجلۍ پیداوار کې هم د سختۍ یخنۍ له امله کمی راغلی، درامدات یې په ټپه درېدلي، او ترڅنګ یې سیاسي او اقتصادي چلېنجونه هم لیدلی کیږي.

د جنورۍ په ۲۴مه، ازبکستان د روس د سرکاري کمپنۍ ګازپروم سره یو "روډ مېپ" لاسلیک کړ. د ازبکستان د انرجۍ وزیر جوره بیګ میرزامحمدوف وایي د دې مقصد دا دی چې د ملک موجوده پایپ لاینونه او تکنیکي لاجسټیکي لارې چارې وارزولی شي. هغه وایي که روسانو په ارزانه بیعه ورته ګېس ملک ته ورسولو، دوی به یې واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG