لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم دروازه يواځې خپلو هيوادونو ته په پوله د ايسارو خلکو د اوښتو دپاره پرانیستل شوې ده


د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم غټې لارې دروازه نن د جمعې په ورځ يواځې دواړو خواو ته د ایسارو شوو پاکستانيانو او افغانانو د تګ راتګ دپاره پرانستل شوې خو دوه اړخيزه تجارت تراوسه بند پروت دی.

په پوله سرچینو وي او اې ډيوه ته ویلي، په پوله د پاکستان او افغانستان چارواکي د دوه اړخيزه تجارت په خلاصولو نه دي سلا شوي، چې له امله یې دواړو غاړو ته سوداګريز او د ټرانزټ په سوونو ګاډي ولاړ پاتې دي.

سرچينو ویلي نن د جمعې په ورځ د افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمينځه د پولې په مکمله توګه پرانستلو په لړ کې درې وارې ناستې شوي خو ختمي پرېکړه يې نه ده شوې.

پاکستان د پولې پرانستو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، "تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه د افغان او پاکستاني مسولينو له مذاکراتو وروسته تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه، چې پښتونخوا څخه به هېواد ته يواځې افغان مسافرين او افغانستان څخه به پښتونخوا ته پاکستاني مسافرين پرېښودل کيږي".

طالبانو ویلي زمه وار هڅه کوي چې دروازه د مسافرو او ټرانزټ دپاره خلاصه کړي خو تر هغې دې افغانان تورخم ته د تلو څخه ډډه وکړي.

په 19 فرورۍ طالبانو د تورخم دروازه تړلې او بيا د دواړو خواو نه په يو بل ډزې هم شوې وې او د دواړو غاړو نه بيا دروازه د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.

په 20 فرورۍ په پوله موجود يو پاکستاني چارواکي د تورخم تحصيلدار غنچه ګل وي او اې ډيوه ته ویلي وو چې د طالبانو له لوري پوله د ناروغانو سره د بل تن راپرېښودو په شخړه بنده شوې، خو طالبانود ناروغانو ذکر نه وو کړی خو ويلي یې وو چې پاکستان خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

په خېبر لواړګي سيمه کې د ګاډي يو ډرايور ګل نواز وي او اې ډيوه ته ويلي وو د تيرو څو ورځو نه په دې تمه دي چې لاره به خلاصه شي او افغانستان ته به مال ورسوي.

هغه ويلي، د ډوډۍ، اوبو، چايو او نورو ستونزو سره هم مخ شوي او نن د لارې نه خلاصېدو له امله نور هم اندېښمن شوي دي. هغه زياته کړې د لارې تړلو سره ډرايوران، تجاران او پياده خلک ډېر د مشکل سره مخ شوي او ورته مالي زيان هم اوړي.

دغه رنګ په تورخم د افغانستان د خوست ولايت اوسيدونکي عبدالرحمان وي او اې ډيوه ته ويلي، هغه د دواړو خواو چارواکو ته خواست کوي چې په وړو وړو خبرو لاره نه بندوي.

نوموړي وويل، "دا خو ټرانزټي لاره ده او په حقيقت کې ستونزې ناروغانو او تجاراتو ته دي دواړو خواو ته چارواکو ته هیڅ ستونزې نشته".

دوه ورځې وړاندې يو جګپوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو د پاکستاني پلاوي سره یې د تورخم او چمن په پولو د ستونزو په اړه خبرې کړې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG