د پاکستان سپر ليګ 2023 په روانو سيالیو کې د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې ته په 63 رنزونو ماتې ورکړې ده. دا د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې پينځمه سيالي وه او په پينځو کې یې څلور سيالۍ وبايللې.
تېره شپه په کراچۍ کې د تر سره شوې سيالۍ پچه/ ټاس د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې ګټلې او په ټاکلو شپږو اوورونو کې یې په شپږو لوبغاړو اوټ کېدو 220 رنزونه جوړ کړي وو.
د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې په لوبغاړو کې اعظم خان په 42 بالونو 97 رنزونه جوړ کړي هغه نهه چوکې/څلوريزې او اته چهکې/شپږيزې وهلې دي.
په ځواب کې بيا د کوټه ګلېډي اېټرز ټوله لوبډله په 19م اوور کې په 157 رنزونو اوټ شوې ده.
د کوټې په لوبډله کې زياته 48 رنزونه محمد حفيظ کړي دي، او په نورو لوبغاړو کې څلور په صفر اوټ شوي دي.
د اسلام اباد يونايټډ په بالرانو کې فضل الحق فاروقي او حسن علي درې درې وکټې او ابرار احمد او شاداب خان دوه دوه وکټې اخستې دي.
دا د پاکستان سپرليګ 13م سیالي وه.
د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې تراوسه پورې په خپلو پينځه و سياليو کې يواځې د کراچۍ کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړې او د نورو ټولو لوبډلو نه یې ماتې خوړلې ده.
د پاکستان سپرليګ په شپږو لوبډلو کې تراوسه پورې تر ټولو زياتې سيالۍ د ملتان سلطان لوبډلې ګټلي دي، ملتان سلطان پينځه سيالۍ کړي او څلور یې ګټلي دي، اسلام اباد يونايټډ په څلورو کې درې، لاهور قلندر په درېو کې دوه، پېښور زلمي په څلور کې دوه او کراچي کنګز هم په پينځه کې يوه سیالي ګټلې ده.
په 13م فرورۍ پېل شوي پاکستان سپرليګ فاينل سيالي په 19م مارچ ټاکل شوې ده.