لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تورخم لاره پرانېستل شوې خو د افغانستان نه پاکستان ته د تجارتي توکو ډک ګاډي لا هم انتظار پاته دي


د پاکستان او افغانستان ترمېنځ په تورخم پوله د پياده خلکو د تلو راتلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه تجارت هم پیل شوی او د خالي/شنبې په ورځ نه څه ۵۵۷ ګاډي په پوله دواړو غاړو ته اوښتي او راوښتي دي.

د تورخم پولې د کليرنس د چارواکو ترمخه، ۳۱۲ ګاډي افغانستان ته د پولې د لارې داخل شوي چې په کې ۲۶۴ د صادراتو يا ايکسپورټ ګاډي شامل وو.

چارواکي وايي د دې ترڅنګ افغانستان ته د تورخم د لارې پاکستان ته ۱۴۵ د وارداتو يا اېمپورټ او سل تش ګاډي را داخل شوي دي.

په تورخم کې د کليرنس ايجنټ مجيب خان شينواري د وي او اې ډيوه خبریال ته وویل، د پرون ورځې نه چې دروازه خلاصه شوې نو په اولني نظر کې چارواکو پاکستان نه د صادراتو يا اېکسپورټ ګاډي وښکل پېل کړه او چې کومې لارۍ په تورخم کې ولاړې وې هغه ټولې افغانستان ته ورغلې.

هغه وايي د پېښور رينګ روډ نه تر خېبر لواړګي سيمې پورې اوس هم زرګونه ډک ګاډي افغانستان ته د تلو په تمه دي او لارې هم ترې بندې شوي دي.

نوموړی زياتوي: "د کليرنس عمل ډېر چټک په تورخم کې نه دی روان او د دې د لاسه به دغه ولاړ ګاډي ډيرې ورځې وغواړي چې افغانستان ته رسېږي".

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازه د شپږ ورځو ځنډ وروسته د خالي/شنبې په ورځ د هر ډول تګ راتګ او ټرانزټ دپاره پرانستل شوه.

د کليرنس ايجنټيان وايي پرون نه په تورخم کې د ايمپورټ يا واردولو سکېنر خراب شوی او د افغانستان نه يو ګاډۍ هم پاکستان ته نه دی را داخل شوی.

دوی وايي پاکستان ټيکس يا ډيوټيانې د وارداتو يا اېمپورټ ګاډو نه ترلاسه کوي او تېرو شپږو ورځو نه پاکستان خزانې ته ۳۰۰ ملينه روپۍ نه زيات مالي زيان رسېدلی دی.

په تورخم کې يو درامدکوونکی يا ايمپورټر جمشيد خان وي او اې ډيوه ته وايي: "نن دويمه ورځ ده چې لاره پرانستل شوې خو له بده مرغه د وارداتو يا اېمپورټ عمل په ټپه ولاړ دی ولې چې د ګاډو کلير کولو سکينر غېرفعال دی."

هغه وايي د افغانستان غاړې ته په زرګونو شمېر کې د سبزۍ، میوو، شوکاڼي، ډبرو سکرو او نورو شيانو ډک ګاډي ولاړ دي او له دي کبله سوداګرو ته تر دې وخت پورې کروړونه روپۍ زيان اوښتی دی.

نوموړی دعوه کوي چې په هره يوه اونۍ کې يوه او دوه ورځې دغه سکېنر خراب وي او دا نه يوازې هغوی ته، بلکې قامي خزانې ته هم لوی زيان اړوي.

په تورخم کې د ګمرک يا کسټم محکمې چارواکي هم دغه خبره تائيدوي چې د خالې/شنبې ورځې نه د اېمپورټ يو ګاډۍ هم نه دی کلير شوی، خو د قامي لاجسټک محکمې اين اېل سي چارواکي دغه خبره ردوي او وايي د ګاډو سکيننګ روان دی.

د قامي لاجسټک محکمې وياند مشتاق خان وي او اې ډيوه ته وویل: "د سکېنر په سافټ وير کې څه فالټ يا خرابي راغلې او یا به نن او یا به سبا فعال شي.

مشتاق خان زیاتوي چې هغوی د دې متبادل لار راويستلې ده او چې کوم دويم سکېنر دی، نو په هغه باندې د صادراتو او وارداتو دواړه ګاډي سکېن کېږي او دغه کار روان دی.

دی وايي د سکيننګ عمل يو منټ غواړي او هغوی دا خبرې ردوي چې ګني اېمپورټ د سکېنر د لاسه ولاړ دی.

په تورخم کې د کليرنس چارواکو د مالوماتو ترمخه، پاکستان خزانې ته د اېمپورټ يا واردات ګاډي نه راداخلېدو د لاسه د پاکستان بېلابېلو محکمو ته ټېکس نه ترلاسه کېږي او قامي خزانې ته هره ورځ ۵۴ ملينه روپۍ زيان رسي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG