لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکیې زلزله: د نړېدلو ودانیو د غلطو آبادولو په سر چارواکو پلټنې پراخې کړي او ګڼ شمېر کسان ګرفتاره شوي دي

واشنګټن - د ترکیې یو وزیر ویلي چې د دې میاشتې په زلزله کې د ودانیو د نړېدو په تور 184 تنه شکمن کسان نیول شوي او تحقیقات پراخ شوي دي.

ترکیې کې د هغه څه په اړه غوسه راپارېدلې چې ډیری یې د ودانیو د فاسدو کړنو په توګه ویني.

په هغه ملک کې د فبرورۍ د شپږمې نیټې په شپه رامنځته شوې زلزلې له امله د مړو شمیر له څلور څلوېښت زرو واوړېده او 44128 تنو ته ورسېد. دې سره په ترکیه او ګاونډي هېواد شام کې د مړو شمېر تر 50 زرو زیات شو.

په ترکیې کې د زلزلې د تباهۍ له امله له 160,000 نه ډیر ودانۍ چې 520,000 اپارتمانونه لري نړیدلي یا سخت زیانمن شوي، چې د هیواد په جدید تاریخ کې ترټولو بده پیښه ده.

د عدلیې وزیر بیکر بوزداغ د ترکیې په جنوب ختیځ ښار دیاربکر کې چې د لسو ولایتونو په منځ کې تباهۍ ځپلی دی، یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د نړېدلو ودانیو په تړاو له 600 نه د زیاتو کسانو پلټنه شوې ده.

هغه وويل، په رسمي توګه نيول شوي او په بند کې 79 د ودانۍ جوړولو ټېکه داران، 74 هغه کسان چې د ودانيو قانوني مسووليت لري، 13 د جائیداد خاوندان او 18 هغه کسان چې په ودانيو کې يې تغيیرات کړي وو، شامل دي.

ډیرو ترکانو د هغه څه په اړه خپګان څرګند کړی چې دوی د فاسدو ودانیو کړنو او ناقصه ښاري پرمختګونو په توګه ګوري.

صدر طیب اردغان چې د جون په میاشت کې په انتخاباتو کې د خپلې دوه لسیزې واکمنۍ تر ټولو ستر سیاسي چیلنج سره مخامخ دی، د حساب ورکولو ژمنه کړې ده.

په ترکیې کې د زلزلې د تباهۍ نه نږدې درې اونۍ وروسته، د مړو حتمي شمیر نه دی په ډاګه شوی او چارواکو نه دي ویلي چې څومره جسدونه به لا هم د خټو لاندې بند پاتې وي.

یو اور وژونکي چې د انتاکیا په سخت ځپل شوي ښار کې د ملبې په پاکولو کې مرسته کوله، وویل چې هره ورځ د بدن برخې موندل کیږي.

د افتونو په وخت ترکیې د مرستو ادارې ویلي چې د دغې تباهۍ له امله نږدې دوه میلینه کسان بې کوره شوي دي چې په سیمه او د هېواد په نورو برخو کې په خیمو، او کانتینرونو کې ساتل کېږي.

په زلزله ځپلو سیمو کې له 335000 نه زیاتې خیمې ایښودل شوي او په 130 ځایونو کې د کانټینر کورونو د جوړولو کار روان دی، په داسې حال کې چې څه دپاسه پنځه لکه کسان له اغیزمنو سیمو نه ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG