لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیګار تازه رپوټ: د دوحې تړون، د افغان ځواکونو د ختمېدو اهمه وجه وه


د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه نېټه، امریکا او طالبانو په دوحه کې تړون لاسلیک کړ چې ترمخه یې امریکاییان له افغانستانه ووتل
د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه نېټه، امریکا او طالبانو په دوحه کې تړون لاسلیک کړ چې ترمخه یې امریکاییان له افغانستانه ووتل

واشنګټن - د افغانستان د بیارغونې په چارو د امریکا خاص څارونکي (سیګار) خپل یو تازه رپوټ خپور کړی او هغه کې یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاشل کېدو عوامل څېړلي دي. په دې رپوټ کې چې د ګل/دوشنبې په ورځ [د فبرورۍ په ۲۷مه] خپور شو، هم د امریکا حکومت او هم د افغانستان پخوانی حکومت د افغان ځواکونو د ړنګېدو په برخه کې ملامت ګرځولی شوي دي.

رپوټ زیاتوي چې د افغان ځواکونو د ړنګېدو توقع کېدله، او دې کې د امریکا او افغانستان حکومتونه دواړه ملامت و. سیګار جاج اخېستی چې نه د افغانستان پخواني حکومت او نه د امریکا حکومت دا سیاسي عزم درلود چې ستونزو د هوارولو دپاره اقدام وکړي.

د سیګار په دې تازه رپوټ کې چې عنوان یې دی: "ولې د افغانستان امنیتي ځواکونه ړنګ شول؟"، په عمومي توګه شپږ لوی علتونه ذکر شوي چې د سیګار یا خاص څارونکي په باور، په لنډ مهال کې د افغانستان د امنیتي قواو د سقوط وجه ګرځېدلي دي، او په دې کې تر ټولو اهم علت، د طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ کال لوظنامه وه چې دوحه کې لاسلیک شوه او افغان عسکرو ته یې دا یقین ورکړ چې امریکایان له افغانستانه په وتو دي.

د سیګار د تازه رپوټ ترمخه، د افغان ځواکونو د پاشل کېدو اهم شپږ لنډ مهال دلیلونه په لاندې ډول دي:

۱-د دوحې لوظنامه او د افغانستان څخه د امریکايي قواوو او ټېکه دارانو د انخلا پلان

۲-د افغانستان د پوځ ملاتړ کې کمی راتلل

۳-ځان برقراره ساتلو کې د افغان پوځ ناکامي

۴-د افغان امنیتي او دفاعي قواوو سیاسي ګرځېدل

۵-د قامي سلامتیا دپاره د یو پلان په جوړولو کې د افغان حکومت ناکامي

۶-او دا چې طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کمزوریو څخه اغېزمنه ګټه واخېسته

مګر د دې لنډمهاله شپږ دلیلونو ترڅنګ، سیګار اوږدمهاله وجوهات هم څېړلي دي. د افغانستان جګړه، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه او امریکاییان د ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کاله پورې، شل کاله په هغه ملک کې په جګړه کې ښکېل و. په دې موده کې امریکا کې څلور ولسمشران یو په بل پسې واک اختیار ته ورسېدل او ولاړل.

په رپوټ کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بیاجوړنې دپاره دا سیاسي اراده نه درلوده چې ضروري وسایل او وخت هغه ته وقف کړي، له دې امله داسې یوه قوا یې افغانستان کې جوړه کړه چې په تنهایي یې عمل نشو کولی.

د طالبانو سره په جنګونو کې، د افغانستان ملي پوځ لسګونه زره عسکر ووژل شول او ګڼ شمېر نور معذوره شول
د طالبانو سره په جنګونو کې، د افغانستان ملي پوځ لسګونه زره عسکر ووژل شول او ګڼ شمېر نور معذوره شول

دا چې په اوږد مهال کې څه داسې تګلارې یا اعمال مخې ته راغلل چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ړنګېدو او ختمېدو سبب شول، سیګار یې پخپل رپوټ کې لاندې اته (۸) اوږدمهاله وجوهات ذکر کړي دي:

۱-د افغان امنیتي ځواکونو د جوړېدو دپاره اوږدې مودې ته اړتیا وه، مګر امریکا د دومره اوږدې مودې ژمنه نه کوله.

۲-د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړي کولو مېشن، د کوم ځانګړي ملک ذمه واري نه وه ګرځول شوې، او په دې برخه کې امداد او همکاري، هماهنګه نه وه.

۳-مشاورین اکثره سم نه و تربیه شوي او تجربه یې نه درلوده. تربیه کوونکي هم ژر ژر بدلېدل او تسلسل په کې نه و موجود.

۴-امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په منځ کې د څارنې او ارزونې پروګرامونه نه درلودل چې وکړی شي په عمل کې د هغو د ودې اندازه معلومه کړي.

۵-د افغانستان په حکومت او پوځ کې کرپشن (فساد) موجود و چې د امنیتي او دفاعي قواوو صلاحیتونه یې کمزوره کړي و.

۶-د امریکا له اړخه د تربیې، لاجسټیک او وسلو د امداد تګلاره داسې جوړه شوې وه چې د یو ځان باندې ډاډه افغان پوځ د جوړېدو هدف یې کمزوره کړی و.

۷-د دې پر ځای چې یو متنوع او په عین حال کې متحد قامي پوځ جوړ کړی شي، د ځواکونو د برتي کېدو تګلارې تر ډېره د نسلي امتیاز او سیمه ییزو لانجو د سیورې لاندې وې.

۸-د امریکا او د افغانستان حکومت د یو موثره پولیس ځواک په جوړولو کې ناکامه شول.

یو پخواني امریکایي پوځي او د افغانستان په چارو نظرساتونکي خبریال جې پي لارېنس په خپل ټوېټر لیکلي چې د سیګار په خپور شوي تازه رپوټ کې د یو امریکایي کمانډر یوې خبرې دا حیرانه کړی دی.

سیګار د هغه امریکایي کمانډر خبره داسې راخېستې ده: «مونږ هغه پوځ داسې جوړ کړ چې د ټېکه دارو په ملاتړ وچلیږي...کله چې ټېکه داران ووتل، مثال یې داسې و لکه مونږ چې د خیمې ټول لرګي لېرې کړو او توقع مو دا وي چې خېمه دې لا هم ولاړه پاته وي.»

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG