لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پې ایس ایل: پېښور زلمي کراچي کنګز ته په 24 منډو ماتې ورکړه


دپاکستان سپرلیګ داتم پړاؤ په 17مه سیالۍ کې پېښور زلمي لوبډلې دکراچي کنګز لوبډلې ته په 24 منډو ماتې ورکړې ده اؤ دپوانټونو په تېبل یې څلورم پوزیشن ترلاسه کړی دی.

په پېنډۍ کې ترسره شوې دې لوبه کې د کراچي کنګز له لوري پېښور زلمي لوبډلې ته د وړومبي بیټنګ کولو بلنه ورکړل شوې وه چې پکې پېښور زلمي په ټاکلو 20 اوورونو کې د پینځوؤ لوبغاړو په تاوان 197 منډې جوړې کړې.

خو دکراچي کنګز لوبډله دټاکلي هدف ترسره کولو په هڅه کې په ټاکلو 20 اوورونو کې داتوؤ لوبغاړو په تاوان د173 منډو په جوړولو وتوانېدله.

دکراچي کنګز لوبډلې کپتان عماد وسیم پرته له سوځېدو 57 اؤ وکټ کیپر بېټر د 53 منډو په جوړولو وسوځېدو.

دپېښور زلمي له لوري عظمت الله عمرزئ اؤ عامر جمال درې،درې اؤ مجیب الرحمان دوه لوبغاړي وسوځول.

دپېښور زلمي له اړه ترټولو زیاتې منډې روومن پاول جوړې کړې چې شمیره یې 64 وه.

دپېښور زلمي حسیب الله 50، ټام کوهلر کیډ مور 56 اؤ عامر جمال 13 منډې جوړې کړې.

صایم ایوب یوازې په یوه منډه جوړیدو بریالی شو ا‌ؤ کپتان بابراعظم اؤ محمد حارث پرته له کومې منډې جوړولو وسوځیدل.

دکراچي کنګز محمد عامر څلور اؤ تبرېز شمسي یو لوبغاړی وسوځولو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG