واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د هندوستان، جاپان او اسټرېلیا له خارجه وزیرانو سره تر لیدو وروسته د جمعې په ورځ وویل، روس به په اوکراین کې د جګړې له سزا خلاص نه شي.
د کواډ ګروپ په نامه د دغو څلورو هېوادونو غړو په نوي ډیلي کې د جي-20 هېوادونو د غونډې په څنډه کې سره لیدلي دي. اینټني بلینکن پر ټویټر د دې ناستې په اړه لیکلي:
"موږ پر هغو لارو چارو ګټورې خبرې وکړې چې موږ څنګه کولای شو د اوکراین نوره مرسته او ملاتړ وکړو او د مهمې او نوې ټیکنالوجۍ په برخه کې یې همکاري وکړو".
د کواډ ګروپ د بهرنیو چارو وزیرانو پخپل ګډ بیان کې ویلي چې د روس له خوا په اوکراین کې د ایټمي وسلو کارولو ګواښ ورته "د منل وړ نه دی".
د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین په تېره فرورۍ میاشت کې د ایټمي وسلو تړون معطل کړ او اوکراین ته یې د ایټمي وسلو د کارولو ګواښ کړی وو.
د برتانیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ پر اوکراین د روس د برید په اړه په خپل تازه ورځني رپوټ کې ویلي، چې د روس دفاعي کمپنۍ د وسلو په لویو نړیوالو نندارتونونو کې خپل مصنوعات نندارې ته وړاندې کوي.
وزارت وایي روسي کمپنۍ د ارینا-اي په نامه فعال دفاعي نظام یا اې پي ایس ته وده ورکوي چې وایي دا د بکتربند موټرو د بقا زیاتولو لپاره جوړ شوی دی.
د وي او اې د رپوټ له مخې په یوه وروستي نندارتون کې د اې پي ایس د ودې موادو وښووله چې دا فعال دفاعي نظام "هغو خطرونو ته ماتې ورکوي چې د بکتربند موټرو لپاره زیات خطرناک دي".
د برتانیې دفاع وزارت وایي داسې څه ثبوت نه شته چې دا دفاعي سیسټم دې د روس په موټرو کې ځای پر ځای شوی وي خو وایي روسي پوځ خپل 5,000 بکتربند موټر بایللي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپله وینا کې وویل چې په زاپوریژیا ښار باندې د روس میزایلو "وحشیانه برید" به د دوی له پوځي او قانوني غبرګون سره مخ شي. زلنسکي ویلي، "قبضه کوونکی به ضرور زموږ زور محسوس کړي."
د اوکراین چارواکو ویلي، د هېواد په جنوبي ښار زاپوریژیا کې د روس یو میزایل د اپارټمنټ پر ودانۍ لګېدلی دی، چې وایي لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي دي.
صدر زلنسکي په ټیلیګرام کې ویلي چې میزایل د ودانۍ درې منزله تباه کړي دي.