لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې یو پلاوی د ترهګرۍ د تازه ګواښونو په اړه د خبرو او نوې تګلارې جوړولو لپاره پاکستان ته ځي


واشنګټن ـــــ امریکا او پاکستان بیا په داسې وخت په اسلام اباد کې د ترهګرۍ په ضد د مبارزې په اړه خبرې کوي، چې یوې خواته پاکستاني طالبانو په پاکستان کې بریدونه زیات کړي او بلې خواته په افغانستان کې داعش هم د سیمې لپاره لوی خطر ګڼل کېږي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر درېیمه په یو بیان کې ویلي، د دغو خبرو لپاره یې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې د ادارې یو مشر کریسټوفر لېنډبرګ له یو پلاوي سره سبا پاکستان ته ځي.

وزارت وایي پلاوی به یې د مارچ پر شپږمه او اوومه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره "د امریکې- پاکستان په ترهګرۍ ضد خبرو کې" ګډون وکړي.‌ په بیان کې ویل شوي:

"امریکا او پاکستان به د ترهګرۍ پر هغو ګډو ګواښونو خبرې وکړي چې زموږ دواړه هیوادونه ورسره مخ دي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې دواړه هېوادونه به د پولې د امنیت او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي غوندې په مهمو برخو کې د همکارۍ لپاره د پالیسۍ پر بنیاد تګلاره جوړه کړي.

امریکا د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان خپل ملګری ګڼي، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د تېر کال په دسمبر کې ویلي وو، حکومت یې تیار دی چې د ترهګرۍ د ور پېښو خطرونو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا د امریکایي پلاوي د ورتګ په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی چې پاکستان ته د امریکایي پلاوي په سفر کې به د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ د ترهګرۍ د ګډو خطرونو د مخنیوي په برخه کې د پالیسو د ترتیبولو په اړه خبرې وشي.

دا په یوه میاشت کې دوه امریکایي پلاوی دی چې پاکستان ته سفر کوي. د تېرې فرورۍ میاشتې په نیمایي کې هم د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د کونسل ډېرک شولې په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته تللی وو او له پاکستاني چارواکو سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو مسایلو خبرې کړې وې.

امریکا او پاکستان د ترهګرۍ د تازه خطرونو د مخنیوي لپاره دا ګډې هڅې او خبرې په داسې وخت شروع کوي چې په پاکستان کې له څو میاشتو راهیسې وسلوال بریدونه زیات شوي او د دغو بریدونه ذمه وارۍ اکثر تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخلي.

د پاکستان حکومت دعوه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال په افغانستان کې دي او هلته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د بریدونو پلانونه جوړوي، خو هم د طالبانو حکومت او هم ټي ټي پي دا دعوې رد کړې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په مشرۍ تېر میاشت یو پلاوی کابل ته تللی وو چې د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر ندیم انجم هم پکې شامل وو.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې پاکستاني پلاوي د طالبانو د حکومت چارواکو ته په پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو په اړه خبرداری ورکړی وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پلاوي تر سفر وروسته پر ټویټر لیکلي وو چې له پاکستاني پلاوي سره په خبرو کې دواړو خواوو پر امنیتي اندېښنو، په سیمه د ډرون پر الوتلو او د مخالفو وسلوالو د فعالیت په اړه خبري کړې دي.

د طالبانو حکومت تل وایي هیڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو خلاف وکاروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG