لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ریشي سونک: که په غیرقانوني لارې برطانیې ته راځئ، دلته نشئ پاته کېدلی


روئټرز - د برطانیي وزیراعظم ریشي سونک وایي هر هغه څوک چې په غیرقانوني طریقې سره هغه ملک ته رسیږي، د هغه ځایه به شړل کیږي. سونک دا خبره د مېل اخبار سره په یوه مرکه کې کړې ده چې د اتوار/یکشنبې په ورځ چاپ شوه. توقع کیږي چې په دې هفته کې د مهاجرینو په اړه یو نوی قانون هم برطانیې کې اعلان شي.

د برطانیې په پارلېمان کې د سونک د ګوند ممبرانو په هغه فشار راوړی چې د یورپ نه د انګلش چېنل یا رودبار انګلستان د لارې غیرقانوني راتلونکو مهاجرو مسئلې ته دې یو حل پیدا کړي. ریشي سونک اوس پخپلو پنځو اهمو لومړیتوبونو کې، یو دا شامل کړی چې د مهاجرو د وړو کشتیو مخه ونیولی شي.

د برطانیې وزیراعظم د مېل اخبار سره مرکه کې ویلي: "غلطي مه کوئ، که تاسو دلته په غیرقانوني طریقې راځئ، دلته به پاته کېدلی نشئ."

د مېل ورځپاڼې د رپوټ په حواله، د دې مسئلې د حل دپاره یو نوی قانون به د نهې/سه شنبه په ورځ برطانیې کې مرتب شي. ویل کیږي چې صرف په تېر کال کې څه باندې پنځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) کسان د نورو یورپي ملکونو نه د انګلش چېنل د لارې، په غیر قانوني توګه برطانیې ته تللي دي.

تېر کال د برطانیې پخواني وزیراعظم بوریس جانسن په دې اتفاق کړی و چې په لسهاوو زره کډوال به بېرته د برطانیې نه د افریقې روانډا هېواد ته انتقالوي، او په دې کې اکثره یې هغه کسان و چې د افغانستان، شام، او یا نورو جنګ ځپلو ملکونو نه برطانیې ته ورغلي و.

مګر دا منصوبه د قانوني چلېنجونو سره مخ شوه او وړاندې تر دې چې د دې کډوالو اولنی جهاز روانډا ته پرواز وکړي، د بشري حقونو يورپي عدالت یې مخه ونیوله او کډوال په برطانیه کې پاته شول. وروسته بیا د لندن هائی کورټ دا اقدام قانوني وګرځولو، مګر مخالفین هڅه کوي چې د دې فیصلې په خلاف اپیل وکړي.

کله چې د سکای نیوز په پروګرام کې د حکومت د وزیر کرېس هېټن-هارېس نه وپوښتل شول چې برطانیې ته د غیرقانوني لارو نه راتلونکي کډوال به د پناه اخېستو د درخواستۍ نه منعه کړی شي، نو هغه وویل: "هو، زما باور همدا دی. که چيرته خلک دې ملک ته په غیرقانوني طریقې راشي، نو یا به واپس کړی شي او یا به د روانډا په شان ملکونو ته ولېږلی شي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG