واشنګټن ــــ د پاکستان او هند په ګاونډي هېواد بنګله دېش کې په یوه اووه منزله تجارتي ودانۍ کې چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه 18 تنه پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د اوروژنې د ادارې یوه چارواکي راشد بن خالد فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، چاودنه د سه شنبې- نهې په ورځ مازدیګر مهال د پایتخت ډهاکې په یوه مصروف تجارتي بازار ګلستان کې شوې ده.
د چارواکو په وینا، په ودانۍ کې د پلمبینګ یا پایپکارۍ او د کور د نورو سامانونو د پلورلو څو دوکانونه وو، چې وایي د چاودنې له کبله لومړي دوه منزله ډېر زیانمن شوي دي.
د اې ایف پي په وینا تر اوسه معلومه نه ده چې د چاودنې سبب څه دی، خو ځینې رپوټونه وايي چاودنه د ګېس د ډبې له امله شوې ده. د ډهاکه پولیسو مشر غلام فاروق په روغتون کې د ټپیانو تر پوښتنې وروسته رسنیو ته وویل، د چاودنې د علت معلومولو لپاره یې ځانګړې ډله د پېښې په ځای کې کار کوي.
یو عیني شاهد رکشه چلوونکی رفیق الاسلام وایي، دی د سړک په بله غاړه په خپله رکشه کې ناست وو، چې یوه زوروره چاودنه وشوه او مځکه یې دومره ولړزوله چې ده پرې د زلزلې ګومان وکړ. هغه وي او اې ته وویل:
"تر چاودنې څو شېبې وروسته مې د لوګيو ګڼې وریځې ولیدلې، زه هم سمدستي د پېښې ځای ته ورغلم او یو زخمي کس مې روغتون ته ورساوه".
د اوروژنې د ادارې چارواکی خالد وایي، د لږ تر لږه 11 ټیمونه د چاودنې په ځای کې کار د اور د وژلو او د مړیو او ټپیانو د را ایستلو لپاره کار کوي.
د ډهاکه په سرکاري روغتون کې د پولیسو یوه چارواکي بچو میا وي او اې ته وویل، لږ تر لږه 140 کسان د روغتون بیړنۍ څانګې ته وروړل شوي دي، وایي کېدای شي د مړیو شمېر زیات شي ځکه چې وایي د ډېرو ټپیان حالت مرګونی دی.
د بنګله دیش یونایټیډ نیوز خبري ایجنسۍ وایي تر چاودنې وروسته د ودانۍ په لوړو منزلونو کې خلک څو ګنټې بند پاته وو.
د اوروژنې او د ملکي دفاع د ادارې عمومي مشر بریګېډیر جنرل معين الدين وایي، ژغورونکي کسان یې تر مځکې لاندې منزل ته نه شي ننوتلای او په دې اړه کره معلومات نه لري چې هلته به کسان بند پاته وي که نه.
د مارچ پر پینځمه هم په ډهاکه کې د رخت یا کپړې په یو مارکیټ کې چاودنه شوې وه چې درې تنه پکې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي وو. چارواکو د هغې چاودنې سبب هم تر اوسه نه دی معلوم کړی خو وایي د ګېس د امکان په اړه پلټنه کوي.
د تېرې خالي- شنبې په ورځ هم د بنګله دېش په صنعتي ښار سیتاکنډا کې په یو اکسیجن پلانټ کې چاودنه شوې وه چې پکې اووه تنه وژل شوي او لږ تر لږه 25 نور ژوبل شوي وو.
په 2022م کال کې هم په همدې سیتاکنډا ښار کې د کنټینرو په یو ډپو کې زوروره چاودنه شوې وه چې د اوروژونکو په ګډون 47 کسان پکې وژل شوي او تر 400 زیات پکې ټپیان شوي وو.