لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو ځپونکی هېواد دی


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما وایي افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو ځپونکی هېواد دی او د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر حقونو لګولي "سخت بندیزونه" ژر تر ژره ختم کړي.

طالبانو د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت نه یواځې د ښځو لپاره کوم پیغام نه دی خپور کړی بلکې د ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې پر غوښتنه برسېره یې د ښځو د تعلیم او کار د بیرته پیلولو غوښتنې ته هم څه جواب نه دی ویلی.

د مارچ اتمه چې په نړۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، افغانې ښځې له تېر څه باندې یونیم کال راهیسې د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ دي، د تعلیم او کار حق ترې اخیستل شوي او د ژوند له نورو چارو هم ایستل شوې او په کورونو کې بندې ساتل شوې دي.

«یوناما» د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې ویلي، طالبان چې له کله راهیسې واکمن شوي حکومت یې ښوولې چې د دوی یواځینۍ پاملرنه په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په خپلو کورنو کې محدودل دي:

"دغه بندیزونه د بشري حقونو له ذمه واریو سره په تکړ کې دي چې د بشري حقونو او اړوند نورو ټولو اسنادو کې راغلي کوم چې افغانستان یې هم غړیتوب لري او په عملي کولو یې ذمه وار دی".

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر «یوناما» مشره روزا اوتنبایوا وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو ځپونکی هېواد دی.

مېرمن اوتنبایوا وایي دغه حالت ډېر ځوروونکی دی چې په قصدي او منظمه توګه ښځې او نجونې له ټولنې څخه جلا کېږي. اوتنبایوا وایي:

"د نړۍ تر ټولو لوی بشري او اقتصادي ناورین کې د هیواد نیمایي ابادي په خپلو کورونو کې بندول په ملي کچه ځان ته خورا لوی زیان رسول دي. دا به نه یواځې ښځې او نجونې بلکې ټول افغانان د راتلونکو نسلونو لپاره بې وزلۍ او مرستو ته اړمن پاتې کړي او افغانستان به تر دې هم له خپلو وګړو او له نورې نړۍ څخه جلا کړي".

په کابل کې افغانو مېرمنو نن په دویمه ورځ هم احتجاج کړی او د خپلو حقونو لپاره یې ږغ اوچت کړی دی.

د وي او اې د رپوټ له مخې څو د ګوتو په شمېر ښځې فعالې د کابل سړکونو ته را وتلې وې او د ښځو د تعلیم، کار او ازادۍ لپاره یې شعارونه ورکول او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کوله چې افغانان وژغوري.

طالبانو د 2021م کال په ستمبر میاشت کې د نجونو ثانوي تعلیم ځنډولی او د نړۍ له سخت غبرګون باوجود یې د تېر کال په مارچ کې د نجونو سکولونه تر نامعلومې مودې پورې بند وساتل او په تېر دسمبر کې یې د ښځو پوهنتونونه هم وځنډول. یوناما وایي:

"که څه هم واکمنو چارواکو ویلي چې دوی تعلیمي نصاب د اسلامي ارزښتونو او کلتوري نورمونو سره برابروي، خو په دې برخه کې هیچ پرمختګ نه لیدل کیږي، له زدکړو منع کول بې شمېره فزیکي، نفسیاتي او ټولنیزې نتیجې لري؛ لکه ځان وژنه؛ په ماشومتوب کې واده کول؛ په ماشومتوب کې زېږون؛ د بې وزلۍ اړوند زیانونه".

ملګرو ملتونو پر دې هم یو ځل بیا ژوره اندېښنه ښکاره کړې چې طالبانو ولسي ځایونو ته د ښځو د لاسرسي، له کوره د سفر او کار کولو لپاره د بهر وتلو حقونه هم په پراخه کچه محدود کړي او په ټولو برخو کې یې له پرېکړو کولو محرومې ساتلې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو لپاره ځانګړې استازې الیسن ډېویډین وایي، افغان ښځو د طالبانو د هغو پرېکړو د نه منلو په وړاندې "زړورتیا او لېوالتیا" ښکاره کړې چې د دوی د ګوښه کېدو لپاره په منظم ډول کېږي:

"د هغو زیانونو نتیجې چې طالبان یې خپلو وګړو ته اړوي یواځې ښځې او نجونې نه زیانمنوي، دا ټولو افغانانو ته زیان رسوي او راتلونکي نسلونه به یې محسوسوي. د یو ټول شموله، سوله ییز او له هیلو ډک افغانستان لپاره باید د ښځو او نجونو حقونه ژر تر ژر بیرته ورکړل شي."

ملګري ملتونه وایي د افغانو ښځو د بشري حقونو دفاع کوونکي چې په سوله ییز ډول په کابل او نورو ښارونو کې مظاهرې کوي د طالبانو له خوا په نخښه شوې، وهل شوې او نیول شوي دي.

وایي په روان 2023م کال کې 13.8 میلینه افغان مېرمنې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري، خو وایي په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د نړیوالې ټولنې مرستې زیانمنې کړې چې وایي د دوی د ژوند ژغورلو لپاره ډېرې زیاتې مهمې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG