لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پور د پیسو لپاره د ایي ایم ایف او پاکستاني چارواکو غوڅې خبرې نن کیږي


ټاکل شوې ده نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه دپور دپاتې پیسو ترلاسه کولو لپاره دایي ایم ایف اؤ پاکستاني چارواکو ترمنځ غوڅې خبرې اترې نن د زیارت-پنجشنبې په ورځ کیږي.

پاکستاني رسنیو د خزانې وزرات له قوله ویلي چې دپاکستان داسیټیټ بینک دګورنر اؤ ایي ایم ایف دچارواکو ترمنځ ننیو خبرو کې به تر 30م جون پاکستان ته په ورکول کیدونکو بهرنیو پنګو بحث کیږي اؤ ویل شوي دا به غوڅې خبرې اترې وي.

دخزانې د وزارت چارواکو ویلي پاکستان اوس دمذاکراتو له سخټ پړاؤ راتېر شوی اؤ د 1.3 اربو ډالرو دقسط ترلاسه کولو لپاره یې دایي ایم ایف ټول شرطونه پوره کړي دي.

د سرچینو په وینا دایي ایم ایف دشرطونو په اساس پاکستان دبجلۍ نرخونو کې داضافې منظوري ورکړې ده،د ډالر مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ غورځولی،دسود کچه یې هم 20فیصدي ته لوړه کړې اؤ د کرونده ګرو اؤ برامدي څانګې لپاره یې په بجلۍ ورکړل کېدونکي رعایتونه هم ختم کړي دي.

پاکستان او ایي ایم ایف په 2019م کال کې د شپږ اربو ډالرو په پور سلا شوي وؤ، خو ایي ایم ایف پر مالیاتي پالیسۍ د اختلاف له کبله اسلام اباد ته پر یو ځای تر یو ارب ډالرو له زیاتو پیسو ورکولو ډډه کړې وه.

دا مهال چې په اقتصادي توګه د پاکستان د دیوالیه کیدو اوازې خپرې شوې دي، اسلام اباد هڅه کوي چې د ورپېښو اقتصادي جنجالونو نه د ځان ویستلو لپاره دایي ایم ایف نه ورپاتې 1.3 اربه ډالر ترلاسه کړي خو دهیواد دخزانې پخوانی وزیر مفتاح اسماعیل وایي که ایي ایم ایف سره تړون وشي نو هم پاکستان خپل اقتصاد له دیوالیه کیدو نه شي بچ کولی.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان اسټيټ بینک شمیرې ښایي چې یوازې د تېرې جنورۍ میاشت کې دپاکستان ټولې قرضې 40 کهربو نه 550 کهربو روپو ته رسېدلي دي.

خو دپاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار تېره اوونۍ ویلي وؤ راتلونکې اوونۍکې به دپاکستان اؤ ایي ایم ایف ترمنځ دمامورینو په کچه تړون ترسره شي اؤ دپاکستان د دیوالیه کېدو اوازې سمې نه دي.

داسټیټ بینک د رپورټ له مخې د روان مالي په وړومبیو اووه میاشتو(جولایي نه تر جنورۍ) کې ملکي پورونو کې 32 کهربو اؤ 18 اربو روپو اضافه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG