لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د افغانستان دپاره د 4.6 بلین ډالرو امداد غوښتنه وکړه


تصویر: فرورۍ ۱۶مه، کال ۲۰۲۲. افغانان د مرستې اخېستو دپاره نومونه رېجسټر کوي.
تصویر: فرورۍ ۱۶مه، کال ۲۰۲۲. افغانان د مرستې اخېستو دپاره نومونه رېجسټر کوي.

واشنګټن - د څو هفتو مایوس کنه بحثونو وروسته چې په افغانستان کې دې بشري عملیات کم یا وځنډول شي، د زیارت/پنجشنبې په ورځ ملګرو ملتونو د نړېوالو نه د افغانستان دپاره د څلور بلینه و شپږسوه میلینه ډالرو مرستې اپیل وکړ. ملګري ملتونه غواړي په دې پیسو باندې سږکال څه باندې درویشت (۲۳) میلینه کمزوري افغانانو سره مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو د دغو مرستو غوښتنه تېر کال کړې وه او طمع کېده چې د جنوري په سر کې یې اعلان وشي، مګر د ډسمبر په ۲۴مه چې په افغانستان باندې واکمنو طالبانو په انجیوز او مرستندویه ادارو کې د ښځو په کار کولو بندیز ولګولو، نو د ملګرو ملتونو سره اړوندو مرستندویه ادارو خپل کارونه په عرضي توګه اودرول. همدا ډول یو شمېر غیردولتي موسسو یا انجیوز د طالبانو دې فیصلې په وړاندې د اعتراض په توګه خپل فعالیتونه په ټپه اودرول.

دا تر اوسه نده معلومه چې طالبان به په مرستندویه ادارو کې د ښځو په کار کولو لګول شوې پابندي لېرې کړي او که نه، خو ملګرو ملتونو د امداد راغونډولو اپیل کړی او وایي چې د آینده شپږو میاشتو دپاره به د بشري مرستو پروګرامونه "په آزمایشي توګه" عملي کړی شي.

د ملګرو ملتونو په اپیل کې راغلي دي: "د بشري مرستو د رسولو په کارونو کې د ښځو په برخې اخېستو باندې پابندي به د ټولو اړمنو خلکو دپاره تباه کنه او دوامداره اثرات ولري، مګر په خصوصي توګه ښځې او جېنکۍ به زیاتې اغېزمنې شي – کوم چې له وړاندې لا د معاشرې تر ټولو کمزوره غړي پاته شوي دی."

په افغانستان کې د بشري بحران د طبیعت له وجې چې "ډېر ژور جنسیتي" اړخ لري، ملګري ملتونه وایي چې که د دوی له خوا اپیل شوې مرسته ټوله راغونډه کړی شي، نو څه باندې یوولس میلینه افغان ښځو او جېنکو سره به د خوراک، صحت، سرپناه، او تعلیم په برخو کې ډېرې اهمې مرستې وشي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې چې طالبان واک اختیار ته ورسېدل، له هغه وخت راهیسي طالبانو د جنسیت په بنیاد یو لړ احکامات نافذ کړل چې د بشري حقونو ډلو هغه د عوامي ژوند نه د ښځو د حذف کولو یو کمپېن ګڼلی دی.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خاصه استازې، روزا آتنبایووا د شورو/چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سېکوریټي کونسل ته وویل: "د طالبانو د واک لاندې افغانستان، د ښځو د حقونو له اړخه د دنیا تر ټولو جابرانه ملک پاته شوی دی."

طالبانو په اکثرو ادارو کې د ښځو په کار کولو پابندي لګولې ده
طالبانو په اکثرو ادارو کې د ښځو په کار کولو پابندي لګولې ده

په مرستو کې کموالی

د طالبانو مشران چې په تور لېست کې شامل دي، پابندۍ ورباندې لګېدلي او د باقي نړۍ نه علیحده کړی شوي دي، د ښځو ضد پالیسیو سره یې بهرني امداد کوونکي له افغانستانه لېرې شړي.

امداد کوونکو له وړاندې لا افغانستان ته ترقیاتي مرستې بندې کړي دي، کوم چې د امریکا د ملاتړه برخمن تېر نظام کې د ټول ملک پنځه اویا (۷۵) فیصده اخراجات یې جوړول.

مېرمن آتنبایووا په امنیت شورا کې خبرداری ورکړ چې: "که ښځې کار ته پرېنښودل شي، نو امکان یې شته چې د افغانستان دپاره مرستو کې کمی راشي."

بل اړخ ته د امریکا چارواکو هم طالبانو ته د دغسې نتایجو خبردارۍ ورکړي دي. د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازي ټامس وېسټ په دې هفته کې طلوع نیوز ټي وي ته خبرو کې دا وضاحت ورکړ چې په اوکراین، شام، او ترکیې کې بېړنیو حالاتو، غیرمعمول اړتیاوې راپیدا کړي دي. هغه زیاته کړه: "مونږ د نړۍ په نورو برخو کې هم اړتیاوې ګورو. او سپينه یې ووایم، د مالي وجوهاتو له کبله، مونږ سره د بشري مرستو دپاره کم ډالر موجود دي، او د دې ټولو دلایلو په سبب، زه پرېشانه یم چې په راتلونکي کال کې به [د افغانستان دپاره د مرستې] کمه برخه مهیا وي."

مرستې کوونکي تنظیمونه وایي چې که چېرته امداد کوونکي لاسونه رااوږده نکړي، نو نتیجه به یې ملینونه اړمنو افغانانو دپاره تباه کنه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG