لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمني کې ناتاره ډزې شوي، څو تنان په کې مړه او زخمیان دي


د جرمني د هامبورګ ښار د یو چرچ/کلیسا په ودانۍ کې د زیارت/پنجشنبې په ماښام ناتاره ډزې شوي او پولیس وایي چې څو تنو ته په کې مرګ ژوبله هم اوړېدلې ده.

هامبورګ د جرمني دویم ستر ښار دی او د ډزو دا پېښه د نوموړي ښار د مرکز نه څو کلومټره لېرې په ګروس بورتسل سیمه کې شوې ده.

د ځایي پولیسو ترجمان هولګر وېرن وویل: "مونږ صرف په دې پوهيږو چې دلته څو تنان وژلی شوي، څو تنان هم زخمیان شوي او هسپتالونو ته رسول شوي دي." هغه د مړو او زخمیانو کره شمېره ونښوده.

د جرمني ځایي میډیا بغیر د دې چې د خپلو ذرائعو نوم یاد کړي، داسې رپوټونه خواره کړي چې ګني په دې ډزو کې ګني شپږ یا اووه کسان مړه شوي دي. مګر پولیسو دا رپوټونه ندي تایید کړي.

هغه ودانې چې دا ډزې په کې شوي، د یهوه د ګواهانو کېنګډم هال نومیږي چې ماډرنه درې پوړیزه ودانۍ ده او ترڅنګ یې د ګاډو د مرمت کولو یو دوکان هم شته.

د پولیسو ترجمان ویلي چې دوی ته د شپې په پاو باندې نهو بجو د ډزو اطلاع ورسېده او چې کله پولیس هلته په فوري توګه هلته ورسېدل، نو په اول منزل کې یې خلک په وینو کې لت پت ولیدل، او بیا یې د پورته چت نه د ډزو غږ واورېدلو. کله چې پولیس پورته ورغلل، هلته یې یو کس وموند چې سخت زخمي شوی و او بیا مړ شو چې ممکن د ډزو عامل هم هماغه شخص و.

د پولیسو د ترجمان وینا ده چې په دې پېښه کې پولیسو ته د وسلې د استعمال حاجت ندی پیدا شوی. هغه دا هم وویل چې داسې نښه نښانه موجوده نه وه چې ګني ډزې کوونکی دې تښتېدلی وي، بلکې ښکارېدله چې ممکن په ودانۍ کې دننه او یا د وژل شوو کسانو منځ کې وي.

دوو کسانو د میډیا سره مرکه کې ویلي چې هغو دوولس (۱۲) ډزې اورېدلي دي.

پولیسو ته د وړاندې نه دا اطلاع نه وه چې په هغې ودانۍ کې څه دستوره جوړېدله. دا هم ورته نده معلومه چې دا ډزې ولې شوې او سبب یې څه و. پولیس وایي چې اوس مهال هېڅ روښانه ځواب ورسره نشته.

د یهوا ګواهان، د یوې عالمي کلیسا/چرچ یوه برخه ده کوم چې په نولسمې پېړۍ کې په امریکا کې د مسیحت دغه طریقه راپیدا شوه او مرکز یې د نیویارک ریاست په واروېک ښار کې دی. د دې مذهبي ډلې مشران وایي چې په نړۍ کې څه باندې اته نیم میلینه خلک د دوی په طریقت دي او د دې جملې نه، قریب یو لک و اویا زره (۱۷۰۰۰۰) کسان یې په جرمني کې اوسیږي.

د دې مذهبي ډلې خلک په دې اصولو هم پېژندلی کیږي چې دوی د وسلو د اخېستو، د بل چا نه د وینې اخېستو، قامي جنډې ته د سلامي وهلو، او یا په سیکولر حکومت کې د برخه اخېستو نه انکار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG