لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټيټ بینک وایي دپاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیرې  9.75 اربو ډالرو ته لوړې شوې دي


د پاکستان اسټيټ بینک وایي په دریم مارچ ختمه شوې اوونۍ کې دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیرې 9.75 اربو ډالرو ته لوړې شوې دي.

دبینک لخوا مخې ته په راوړل شوؤ شمیرو کې ویل شوي په دریم مارچ ختمه شوې اوونۍ کې داسیتیټ بینک ذخیرو کې 48 کروړه اؤ 70 لکه ډالر اضافه شوې ده اؤ 4.3 اربو ډالرو ته رسېدلي دي چې لامل یې دچین نه دکاروباري قرضې په توګه 50 کروړه ډالر ترلاسه کیدل دي.

ډاڼ ورځپاڼې پخپل رپورټ کې دعارف حبیب لمیټيډ په حواله ویلي چې قامي ذخیرو کې د دریمې فرورۍ نه تراوسه د1.4اربو ډالرو اضافه شوې ده اؤ وایي دا پیسې دیوې میاشتې درامداتو لپاره بسنه کوي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ دچین کاروباري بینک (انډسټریل اینډ کمرشل بینک اف چاینا لمیټيډ)د1.3 ارب ډالرو د رورل اوور کولو منظوري ورکړې وه اؤ دپاکستان دخزانې وزیر اسحاق ډار ویلي وؤ چې ددې پیسو ترلاسه کیدو سره به د زرمبادلې دغورځېدونکو ذخیرو په سیوا کیدو کې لاس امداد وشي.

داسحاق ډار‌ په وینا دچینایي بینک لخوا 1.3 ارب ډالر به پاکستان ته په دریوؤ قسطونو کې ورکول کیږي اؤ ددې پیسو وړومبی قسط 50 کروړه ډالر تېره اوونۍ پاکستان ته ترلاسه شوي وؤ.

ډار ویلي وؤ چینايي بېنک چې پاکستان ته کومې پېسې ورکړي په اصل کې د قرض هغه پېسې دي چې په تېرو څو میاشتو کې پاکستان بېرته ادا کړي خو چینايي بېنک یې بیا پاکستان ته ورکوي، ځکه ورته رول اور قرض وېل کېږي.

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار د زیارت په ورځ ويلي، د ملک ديواليه کېدو خطره نشته او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د نهمې ارزونې په پوره کېدو کې د هغه د توقع څخه هم زيات وخت لګي او هيله یې څرګنده کړې چې د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ به په يو څو ورځو کې لوظنامه وشي.

د پاکستان د خزانې وزير بيا بيا دعوه کوي چې ملک به ديواليه نه شي خو اقتصاد پوهان وايي څو پورې چې د نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف څخه پاکستان ته د پور پروګرام نه وي بحال شوی د ملک ديواليه کېدو خطرې به شتون لري.

د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر ساجد امين ډيوه سره خبرو کې ویلي پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف نزدې ټول شرطونه پوره کړي او وايي امېد لري چې لوظنامه به ډېر زر لاسلیک شي

د نوموړي په خبره"دا وخت چې د پاکستان کوم مالي حالت دی نو که د جون د مياشتې پورې پاکستان ته 10 اربه ډالره راهم شي نو په دې به ايله بهرنۍ قرضې ورکړی شي. ماته داسې ښکاري چې که پاکستان د خپلو مالي ستونځو پايداره حل لټول غواړي نو د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره به ورته يوه بله قرض لوظنامه هم کول وي"

د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ په اسلام اباد کې د شوو وروستيو خبرو نه وروسته د پاکستان حکومت د جنرل سېلز ټېکس په کچه کې 18 فيصدي او په لګژري ټېکس کې 25 فيصدي اضافه کړې ده او دغه شان يې د تېلو بيې هم لوړې کړي دي او د ايي اېم اېف په غوښتنه يې د بجلۍ په بلونو د سرچارج شرحه 3 روپو ته سېوا کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG