د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي، مخکنی وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] د پور د پروګرام د بحالۍ ناکامه کولو هڅه کوي.
د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه شهباز شریف نن د خالي/شنبې په ورځ ویلي، د عمران خان ايجنډا په سړګونو ګډوډی او فتنه فساد جوړول دي او عدالتونو ته تلاشي نه ورکوي ځکه چې مجرم دی.
د اقتصادي مشکلاتو سره مخ هېواد پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام خبرې د تېرې يوې مودې راهسې روانې دي، خو تراوسه پورې د پور پروګرام نه دی بحال شوی.
خو دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي وو، د ملک د ديواليه کېدو خطره نشته او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د نهمې ارزونې په پوره کېدو کې د هغه د توقع څخه هم زيات وخت لګي او هيله یې څرګنده کړې چې د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ به په يو څو ورځو کې لوظنامه وشي.
مخکني وزیراعظم عمران خان يا د هغه ګوند د شهباز شريف تازه بيان ته سمدستي کوم ځواب نه دی ویلی خو عمران خان په ټيلي ويژن يوه وينا کې سبا د اتوار/يکشنبې په ورځ په لاهور کې د لاریون ويستلو اعلان کړی دی.
په اتم مارچ په لاهور کې د تحریک انصاف د لاريون په مهال د د پي ټي ايي د غړو او پوليس ترمنځ نښتې شوې چې پکې د پوليسو او ګڼو لاريون کوونکو ترمنځ نښتې شوې وې او بيا وروسته تحریک انصاف ګوند دعوه کړې وه چې يو غړی یې د پوليسو په تشدد وژل شوی وو.
خو نن د پنجاب نګران وزیراعلا محسن نقوي او د صوبې د پوليسو مشر عثمان انور په یوه خبري غونډه کې ويلي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی د ګاډي د ټکر په پېښه کې مړ شوی وو او دغه ګاډی هم د پي ټی ايي د يو مشر وو.
شهباز شريف ويلي، عمران خان اول د ايي اېم اېف څخه تښتېدلی او اوس د عدالتونو تښتي.
د پاکستان په مخکني وزیراعظم عمران خان په عدالتونو کې یو شمېر مقدمې روانې دي.
اقتصاد پوهان وايي د پاکستان د اقتصادي بدحالۍ يو علت په ملک سياسي بې ثباتي هم ده.
دوه ورځې وړاندې امریکې ويلي، د نړيوالې مالیاتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پور د پروګرام يا فنډ د بحالۍ د لارو پرانستې پرېکړې به پاکستان په خپله کوي.
د يوې پوښتنې په ځواب کې د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ويلي وو، د ايي اېم اېف سره د پور د پروګرام د خبرو په "لړ کې به پاکستان له په خپله پرېکړې کول وي، مونږ پاکستان هڅوو چې د ايي اېم اېف سره کار وکړي په ځانګړي ډول په هغو اصلاحاتو کې، کوم چې د پاکستان کاروباري ماحول ښه کوي".