لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د اتو ترهګرو وژلو دعوه کړې، په عملياتو کې دوه ماشومان هم وژل شوي


د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع "جنوبي وزيرستان کې د ترهګرو ضد عمليات شوي او ترهګرو سره په نښته کې اته ترهګر وژل شوي او دوه پوځيان ژوبل شوي دي". پوځ ويلي "د بده مرغه د ډزو په تبادله کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي".

پوځ د شورو او زيارت په منځنۍ شپه کې ناوخته ويلي، "د جنوبي وزیرستان په زنګاړه علاقه کې د ترهګرو د موجودګۍ معلومات وو امنيتي ځواکونو يې پرضد عمليات کړي دي".

پوځ ویلي، "د ترهګرو سره نښته شوې چې پکې اته ترهګر وژل شوي او دوه پوځيان ژوبل شوي دي".

پوځ د عملياتو په اړه بيان کې زياته کړې چې "د ډزو په تبادله کې د بده مرغه دوه ماشومان وژل شوي دي".

په پوځي بیان کې د وژل شوو ترهګرو نور تفصيل نه دی ویل شوی چې څوک دي.

د پوځي بيان نه وړاندې په ټولنيزو رسنيو داسې خبرونه خپاره شوي وو چې په جنوبي وزيرستان کې ډرون بريد شوی او دوه ماشومان پکې وژل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم په يو ټویټ کې ويلي،

"د جنوبي وزيرستان په زنګاړه علاقه کې په يو دوکان د ډرون حمله شوې، د سرا روغه روغتون ته دوه کم عمره ماشومان په ژوبل حالت کې راوړل شوي او بيا يې ژوند د لاسه ورکړی دی".

هغه ویلي، "ماشومان د دوکان نه بهر وو په علاقه کې د مواصلاتي نظام د نشتوالي له امله نور معلومات نه دي ترلاسه شوي چې نور څومره ځاني تاوان شوی دی".

دغه ډول ټویټ د جماعت اسلامي سره تعلق لرونکي سېنېټر مشتاق احمد خان هم کړی او ويلي یې وو، چې د" جنوبي وزيرستان د لدها تحصيل په زنګاړه خدوخېل مارکیټ ډرون حمله شوې د پينځه کالو د عمر د دوه ماشومانو د وژل کېدو اطلاع ده".

په ټولنيزو رسنيو ګڼو کسانو په جنوبي وزيرستان کې د ډرون بريد کېدو خبر ورکړی وو.

په 14م مارچ د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د جنوبي وزيرستان سفر کړی وو.

د پوځي مشر د سفر په اړه پوځ ویلي، "نوموړي د ترهګرۍ د ختمولو پورې د ترهګرۍ ضد جګړې دوامداره ساتلو عزم څرګند کړی وو".

پوځ ویلي "پوځي مشر د افغانستان سره په پوله پوځي پوستو ته ورغلی او پوځيانو سره یې ليدلي وو" او هغه "د رياستي ادارو ترمنځ د اړیکو، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ضد ګډه جګړه کې د پاکستاني ولس ارزښت هم څرګند کړی وو".

د خبر ترمخه د پوځ مشر د امنيتي احوال ترڅنګ په نوو ګډو ضلعو کې په پرمختيايي کارونو هم خبر کړی شوی وو.

د پاکستان پوځ وخت په وخت قبایلي ضلعو کې په عملياتو کې د ترهګرو د وژنو دعوې کوي خو د دغو دعوو تصدیق د ازادو سرچینو نه ځکه نه شي کیدالی چې نه خو پوځ په دغو سیمو کې میډیا ته په ازادانه توګه د فعالیتونو اجازه ورکوي او نه هم د جګړې د بل لوري درک معلومیږي چې میډیا ترې د دغو دعوو تاييد وکړي.

پاکستا کې په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو ترهګریز بریدونه چټک شوي او په دې بریدونو کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې وروستیو کې په شمالي وزيرستان او ورسره څنګ ته پرتو ضلعو او بلوچستان صوبه کې د زیاتو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG