لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان محکمې، په لنډ مهاله توګه پولیس د عمران خان له نیولو څخه منع کړي


واشنګټن – په پاکستان کې یوې محکمې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پولیسو ته حکم کړی چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو عملیات دې د زیارت یا پنجشنبې تر ورځې پورې ودروي.

له دې حکم سره د پولیسو او د خان د پلویانو ترمنځ له تېرو ۲۴ ساعتو څخه په لاهور کې د هغه د کور مخې ته روان تاوتریخوالی پای ته ورسېد.

د پنجاب په سر ښار لاهور کې دغه نښتې وروسته له هاغې د نهې یا سې شنبې په ورځ پیل شوې کله چې پولیسو هڅه وکړه عمران خان له دې امله ونیسي چې محکمه کې په ده باندې د لګول شویو تورونو په اړه نه وو حاضر شوی.

له دې سره د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په زرګونو پلویان د هغه د استوګنې ځای مخې ته راټول شول چې د دې کار مخه ونیسي.‌

پولیسو او ملیشه ځواکونو د ګڼې ګڼې د ختمولو لپاره په خلکو باندې اوښکي بهونکي ګازونه او د اوبو ډبې کارولي.

د پي ټي آی پلویانو د دې په غبرګون کې په پولیسو باندې د لیندې (غولکې) او ښختو ګوزارونه وکړل چې له امله یې د زمان پارک په نامه د سیمې یو پارک د جګړې په ډګر باندې بدل شو.

دغې شخړې د شورو یا چهارشنبې تر ماسپښین پورې دوام وکړ چې دواړو غاړو ته پکې خلک ژوبل شول.‌

دې ته ورته له تاوتریخوالي ډکې پېښې د پلازمېنې اسلام اباد، راولپېنډۍ، کراچۍ، پېښور او کوېټې په ګډون د پاکستان په نورو ښارونو کې هم شوي.

په ۷۰ کلن عمران خان باندې د محکمې لخوا ګڼې قضیې درج شوي چې په هغو کې د حکومت پرضد پارونکې ویناوې، ترهګري او د فساد تورونه هم شته چې له امله یې د خان حکومت په پارلمان کې د عدم اعتماد له رایه څخه وروسته په تېر اپرېل میاشت کې ړنګ شوی و.

خو خان دغه تورونه ردوي او وایي، چې دا د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري د سیاسي قربانۍ یو چال دی.

عمران خان د شورو یا چهارشنبی په سهار باندې له خپل کور څخه یوه ویډیو خپره کړې وه په کومه کې چې هغه د لسګونو اوښکو بهونکو ډبو ترمنځ ناست دی او ویل یې چې دا د ده کور ته ګوزار شوې دي.

هغه د پولیسو دا کار د ده د وژلو لپاره یاد کړی.

خان ویل، "دا یواځې ډبې نه بلکه دوی پر مونږ ډزې هم وکړې.‌ هغو چې پر مونږ یې ډزې وکړې د دې لپاره نه وو راغلي چې ما محکمې ته بوځي. دوی له ملي سیاست څخه زما لېرې کول غوښتل نو ځکه دوی راغلي وو چې ما ونیسي."

خان وروسته بیا په داسې حال کې چې د ګازو ماسک یې په سر کړی وو له خپل کوره ووت او له خپلو پلویانو سره یې خبرې وکړې.‌

خان یواځینی لوړ پوړی رهبر نه دی چې په پوځ یې د مداخلې تور پورې کړی او دا چې دده د انتخابي حکومت په لېرې کولو کې یې لاس درلود.

د پاکستان پوځ په پاکستان کې درې کودتاوې کړي چې ددغه هېواد د ۷۵ کلن تاریخ کابو نیمايي وخت پرې پوځ واکمن پاتې شوی.

عمران خان په تېر نومبر کې هم په پخه باندې لګېدلی و او د شریف حکومت یې په دې تورن کړی و چې د پوځ د ځینو بې نومه جنرالانو په مرسته یې د هغه د وژلو پلان درلود.

حکومت دغه تورونه رد کړي وو.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG