لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وایي جنوبي وزیرستان کې دوه ماشومان په عملیاتو کې خو خلک وایي په ډرون کې وژل شوي


واشنګټن ـــــ‌ د پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د تازه عملیاتو په اړه د پوځ، پي ټي ایم او د ځایي خلکو مختلفې دعوې دي، پوځ وایي د "ترهګرو په ضد عملياتو" کې د اتو ترهګرو په ګډون دوه ماشومان هم وژل شوي، خو پي ټي ایم او ځایي خلک وایي ماشومان په ډرون برید کې وژل شوي دي.

د دې برید په ضد نن په ډېره اسماعیل خان ښار کې د ګومل پوهنتون زده کوونکو احتجاج کړی او غوښتنه یې کړې ده چې د دې پېښې دې پلټنې وشي. دوی په شعارونو کې د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره د انصاف غوښتنه کړې ده.

په ډېره اسماعیل خان کې د پي ټي ایم غړي وایي، دوی د دغو ماشومانو په جنازو کې د ګډون لپاره جنوبي وزیرستان ته تللی خو پوځ له سره روغې سیمې را ګرځولي دي.

د پي ټي ایم ځايي فعال شېرزاده وي او اې ډیوه ته وویل، پوځ دوی تر جنازې وروسته «ځانګړه» سیمه ته پرېښوول، وایي هلته ځایي خلکو ورته وویل چې "نه په سیمه کې څه جګړه شوې او نه هلته پوځ شته".

شېرزاده وایي خلکو ورته وویل چې د شورو- چارشنبې د ماښام له پینځو تر اوو بجو پورې درې هوايي بریدونه وشول، لومړی په مارکیټ باندې وشو چې دغه دوه ماشومان- چې سره د تره زامن دي- پکې و وژل شول.

شېرزاد د «ځانګړه» د خلکو له خولې وایي چې دویم برید د ټي ټي پي په پناه ځای باندې وشو، چې پینځه کسان پکې وژل شوي دي، وایي د هغوی په اړه ویل کېږي چې یو ځایي تن دی او څلور نور افغانان دي.

پوځ د شورو- زيارت په منځنۍ شپه کې ناوخته په یو بیان کې ويلي چې د جنوبي وزیرستان په «ځانګړه» سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ تر معلوماتو وروسته امنيتي ځواکونو د هغوی خلاف عمليات کړي دي. پوځ په بیان کې ویلي:

"د ترهګرو سره نښته شوې چې پکې اته ترهګر وژل شوي او دوه پوځيان ژوبل شوي دي، له بده مرغه د ډزو په تبادله کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي".

د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر او په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ پر ټویټر د پوځ او ځایي خلکو دواړو دریځ را اخیستی او پر دې پېښه یې خواشیني ښکاره کړې ده:

"د جنوبي وزیرستان په «ځانګړه» کې د پوځ په عملیاتو کې دوه بې ګناه ماشومان وژل شوي دي، ځایي خلک دعوه کوي چې دا ډرون وو، دا ښکاره ریاستي ترهګري ده. زموږ په سیمو کې د بې شمېره پوځي عملیاتو حساب نه دی شوی، زموږ خلک په بې رحمۍ سره وژل کېږي".

د پوځي تر بيان مخکې هم پر ټولنيزو رسنيو داسې خبرونه خپاره شوي وو چې په جنوبي وزيرستان کې ډرون بريد شوی او دوه ماشومان پکې وژل شوي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم په يو ټویټ کې ويلي:

"د جنوبي وزيرستان په زنګاړه علاقه کې په يو دوکان د ډرون حمله شوې، د سرا روغه روغتون ته دوه کم عمره ماشومان په ژوبل حالت کې راوړل شوي او بيا يې ژوند د لاسه ورکړی دی".

دا پېښه په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منير تر سفر یوه ورځ وروسته شوې ده، هغه د مارچ پر 14مه دې سیمې ته تللی وو او وروسته پوځ پخپل بیان کې ویلي وو:

"نوموړي د ترهګرۍ د ختمولو پورې د ترهګرۍ ضد جګړې دوامداره ساتلو عزم څرګند کړی وو".

د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت لوی او واړه عملیات کړي او په هغه کې یې "د ترهګرو" د وژلو دعوې کړې دي خو د مدني حقونو لپاره مبارزه کوونکی پښتون ژغورنې غورځنګ تل تور پورې کوي چې په دغو عملیاتو کې اکثر عام خلک وژل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG