لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د روان کال 2023 د پوليو لومړۍ پېښه په بنو کې مخې ته راغلې


پاکستان کې د روان کال 2023 د پوليو لومړۍ پېښه معلومه شوې او د پوليو د مخنیوي پروګرام ويلي د خېبرپښتونخوا په بنو کې په درې کلن ماشوم کې د پوليو وايرس انفکشن تاييد شوی او ماشوم معذوره شوی دی.

د پوليو د مخنیوي پروګرام وي او اې ډيوه سره په شریک خبر کې ويلي، "د پوليو وايرس د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو شمالي وزيرستان، بر او کوز جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعيل خان، بنو، ټانک او لکي مروت کې خواره دي او د کال 2021 نه د دغو علاقو نه بهر په بل ځای کې د پوليو کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې".

د صحت مرکزي وزیر عبدالقادر پټېل "په بنو کې د ماشوم په پوليو اخته کېدو باندې د افسوس څرګندونه کړې چې يو درې کلن ماشوم په داسې ناروغۍ د ټول ژوند دپاره د معذورۍ سره مخ کيږي د کومې څخه بچ کېدی شو".

او د پوليو د مخنيوي دپاره د قامي بېړنيز مرکز رابطه کار ډاکټر شهزاد بېګ ویلي، "پوليو یوه وبايي ناروغي ده او مونږ د دغه ماشوم چې په پولیو اخته شوی، د ماحول سره اړونده ټول عوامل ګورو چې معلومه کړی شي چې دا انفکشن ده ته څنګه او د کوم ځای نه شوی، د دې نه به معلومه شي چې هغه کومې علاقې دي چې د ويکسينو څخه پاتې شوي دي او په دغه ډول به د وايرسو د مخنيوي دپاره اقدامات ممکن شي".

قادر پټېل پرون د جمعې په ورځ د فرانس د پرمختيايي ادارې او بل اېڼډ ملنډا ګېټس فاونډېشن د پلاوي سره په اسلام اباد کې ليدلي او د رېډيو پاکستان ترمخه نوموړي "د ملک څخه د پوليو په بشپړ ډول ختمولو عزم څرګند کړی دي".

هغه ويلي، "په ملک کې د سېلابونو له امله بنيادي ډهانچه اغېزمنه شوې خو پاکستان د پوليو د خاتمې په اړوند خپله پاملرنه نه ده کمه کړې".

په خبر کې ویل شوي پلاوي د پوليو د مخنيوي په لړ کې د پاکستان د تېر کال هڅې ستایلي دي.

د پوليو د مخنيوي د قامي پروګرام ترمخه د 13م مارچ نه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد، سيند او پنجاب صوبو په مخصوصو ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی، او په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې به دغه کمپاين د اپرېل په لومړۍ اوونۍ کې کولی شي.

پاکستان کې د تېر کال 2022 د ستمبر د میاشتې راهسې د پوليو پېښه نه وه رپوټ شوې خو سږ کال د لاهور په دوه علاقو کې د پوليو ماحولياتي نمونې ترلاسه شوې وې او بيا د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او د سيند صوبې په ګوټکي سیمو کې هم د پوليو وايرس شتون تاييد شوی وو.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه تېر کال په 2022 کې په ملک کې د پوليو ټولې 20 پېښې رپوټ شوې وې.

يادې ټولې 20 پېښې په خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلې وې چې پکې 17 يواځې په شمالي وزیرستان کې، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې معلومه شوې وه.

په 2021 کې يواځينۍ پېښه د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله کې مخې ته راغلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG